د ایران د کب د اتمې نیټې مطبوعات
درهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی کارګرانو د انقلاب له لومړیو تر ننه دښمن ناکامه کړی دی
جمهوری اسلامی
جمهوری اسلامی ورځپاڼۍ په شان درستو ورځپاڼو د هیواد د کارګری ټولنې د ۱۴ زره شهیدانو د کنګری له چاروالو سره په کتنه کی د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه ای دغو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی چی فرمایلی یې دی ، کارګران د انقلاب په پیبښو او سپیڅلی دفاع کې په بصیرت او غیرت سره په ډګر کې وو . د اسلامي انقلاب معظم لارښود وفرمایل د کارګري شهیدانو په شمول د ځینو پرګنو د شهیدانو تکریم دوه چنده ارزښت لري ځکه د انقلاب د پړاؤ په ټولو پیښو، له ډلګیو سره په مقابلې او مقدسې دفاع کښې باغیرته او بابصیرته کارګران په ډګر کښې حاضر شول.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په ټول ایران کښې د شهیدانو درنښت د ایران په سر د شهیدانو د سیوري د برقراره پاتې کیدو په هکله د خدای د ارادې او مهربانۍ نښه وبلله.
هغوي د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د کارګرانو په لمسولو کښې د ضدانقلاب ماتې ته په اشارې سره زیاته کړه: د دښمنانو یو اساسي کار، په کارخانو کښې کار بندیز او د زوال رامینځټه کولو ته د کارګرانو لمسول او مجبورول وو خو کارګران په دې ټولو کلونو کښې تل په بصیرت، همت او تدین سره ودریدل او د دښمن خبره یې رد کړه.
هغوي همداشان په مقدسې دفاع کښې د کارګرانو ونډې او میړانې ته په اشارې سره څرګنده کړه: هر کله به چې بزرګواره امام بلنه ورکوله، ډیر ځوان او مؤمن کارګران به چې حتی د شپې ډوډۍ او ژوند یې په ورځني عاید پورې تړلی و، د بسیجیانو په توګه د جبهو ته تلل او په منطق او استدلال سره به یې ویل: باید لاړ شو او د اسلامي سرحدونو او هیواد دفاع وکړو ځکه که دښمن راباندې مسلط شي نو ډوډۍ خو لا څه کوې، هیڅ به هم ونه لرو.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی قاسمی وایی ایران له کړکیچه د یمن د وتلو لپاره له هر فرصته استفاده کوی .
روسیه وایی په سوریه کې په اوربند کې ترهه ګر نه شاملیږی .
د بحرین رژیم د یوه بل شیعه ځوان د اعدام حکم تایید کړ .
د یمن خلک د خطرناکو او یوه بل ته لګیدونکیو ناروغیو له خطر سره مخامخ دی .
د اسراییلو رژیم لومړی وزیر نتانیاهو ، د امریکا ولسمشر ټرمپ د اسرایلو ستر ملګری وباله .
بغداد د واشنګټن د ګواښ په ځواب کی وویل له هر هیواده چی وغواړو ، وسله اخلو .
میانمار د روهینګیای مسلمانانو د کلیو ړنګول توجیه کړل .
د ترکیې لومړی وزیر یونان او قبرس ته خبردارې ورکړ .
کیهان
درهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی کارګرانو د انقلاب له لومړیو تر ننه دښمن ناکامه کړی دی .
قطری ورځپاڼه لیکی چی امارات د اسرایلو په جنګی ماشین بدل شوی دی .
د مصر حکومت د عبدالمنعم ابوالفتوح شتمنۍ هم بلوکه کړی .
د اسلامی عالمانو نړیوالې اتحادیې خبرداری ورکړ چی قدس ته د امریکا د سفارت انتقالول له مسلمانانو سره د جنګ اعلان دی .
د روسیې دفاع وزارت هم په غوطه شرقی کی د پراخو کیماوی حملو د ترسره کولو لپاره د ترهه ګرو د طرحې په هکله خبرداری ورکړ.
د انګلستان حکومت د یمن په جنګ کې له تیریګر ملاتړ کوی . د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی وویل د انګلستان دولت په یمن کی د جنګ د ختمولو لپاره له شعارونو سره سره له تیریګر د ملاتړ لپاره له نړیوال سازو کار ملاتړ کوی .
ښاغلی بهرام قاسمی زیاته کړه انګلستان ته د ایران د خارجه وزیر د مرستیال سید عباس عراقچی په سفر کې په یمن کی د جنګ په شمول په بیلا بیلو موضوګانو خبرې شوی دی .
ښاغلی بهرام قاسمی په عفرین کې د جنګ د دوام او د سوریې شمال ته د ترک عسکرو د ورتګ په اړه هم د ایران او ترکیې د نظر د اختلاف په اړه زیاته کړه په تیرو ورځو کې د ترکیې ، ایران او روسیې د ولسمشرانو په خبرو اترو کې مقرره شوه دغه درې واړه هیوادونه په می میاشت کی په ترکیه کی کتنه او د دریو هیوادونو خارجه وزیران هم دد بهیر په لاره کې په استانه کې خبرې اترې ولرلې شی چی دغه خبرې اترې د نظرونو د اختلاف په اواری کې اغیزمنې دی او په سوریه کی به له ترهه ګرۍ د مبارزې او ارامښت د ستنولو لپاره په هڅه کې مرسته کونکی وی .
اطلاعات
د رهبرۍ ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د کارګری ټولنې د ۱۴ زره شهیدانو له چاروالو سره په کتنه کې وفرمایل دښمنان د اسلامی جمهوریت پرضد د کارګرانو په لمسولو کې ناکامه شوی دی .
د ایران دفاع وزیر وایی د دښمنانو هڅه د ایران د دفاعی توان کمزوری کول دی .
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ښاغلی ظریف د سياسي، اقتصادي، کلتوري او پارلېماني په شمول په ټولو زمينو کښې له صربيا سره د اړیکو د پراختيا لپاره د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ .
د ایران د نظام د مصلحت پیژندونکی ټولنې غړی ډاکټر علی اکبر ولایتی وویل امریکا او صیهونیسټ رژیم د ایران او عراق د وحدت په ګډوډولو پسې دی .
دایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... لاریجانی ویلی د اسلامی ایران امنیت د خلکو او نظام سره کرښه ده .
د جرمنی صدر اعظمی د اروپایی اتحادیې په سیاست کی د بیا کتنې غوښتنه وکړه .
نیویارک ټایمز لیکلی دی عربستان د ایټمی بم په جوړولو پسې دې .
سپینې ماڼۍ اعلان کړی د خبرو اترو له لارې د شمالی کوریا ایټمی بې وسلې کول غواړو .
د انګلستان د باندنیو چارو وزیر بوریس جانسن د سوریې دحکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو د ناکامۍ له اوو کلونو وروسته وویل د دغه هیواد دکړکیچ حل لاره سیاسی ده .
د عراق د موصل په لویدیځ کې د عراق عسکرو په حمله کی ۳۰ داعشیان هلاک شوی دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ خپل شخصی پایلیټ د امریکا د هوایی ټرانسپورټ مشر جوړوی .
د سوریې د کډوالو په کیمپ د امریکا په هوایی حمله کی ۲۹ ملکیان وژل شوی دی .
امریکا ، افغانستان ته د نیویارک د ملی ګارډ عسکر ورلیږی .
د عربستان د ال سعودو رژیم ځینې چارواکی لیرې کړل . د سعودی عربستان ال سعود رژیم چې له سختو داخلی اختلافاتو سره مخ دی په یوه حکم کښې د هوایی ځواک مشر جنرال محمد بن عوض سحیم له خپلې څوکۍ لیرې کړ او دغه راز جنرال عبدالرحمان بن صالح البنیان یې هم دوسله والو ځواکونو له مشری څخه لیری کړی دی او دغه دواړه پوځی چارواکی یې په زوره متقاعد کړی هم دی .
دسعودی عربستان حکومت میجر جنرال فیاض بن حامد الرویلی ته دجنرال څوکۍ په ورکولو سره هغه د هوایی ځواک دپخوانی مشر جنرال سحیم پرځاې ټاکلی دی .
دسعودی عربستان باچا دغه راز د الجوف والی شاهزاده فهد بن بندر عبدالعزیز هم له خپلې څوکۍ لیری کړی دی او پرځاې یې بندر بن سلطان چې په امریکا کښې د عربستان سفیر وو نوی والی ټاکلی دی .
دسعودی عربستان باچا دغه راز شاهزاده ترکی بن طلال بن عبدالعزیز هم د عسیر سیمې والی ټاکلی دی .
دسعودی عربستان حکومت دغه راز شاهزاده فیصل بن فهد بن مقرن بن عبدالعزیز هم د سرحدی سیمې د والی دنائب په توګه ټاکلی دی .
په سعودی عربستان کښې د واکمنې ال سعود کورنۍ دغړیو ترمینځ اختلافات خپل اوج ته رسیدلی دی او هره شیبه د کودتا احتمال شته .
چین له ریډار پټیدونکی جنګی الوتکې له خپلو پولو سره نږدې والوزولی .
رویټرز لیکی چی روسیه د یمن په اړه د امنیت شورا د ایرانی ضد پریکړه لیک د وټو کولو لپاره چمتو شوی ده .