جهانګيري: مقاومتي اقتصاد د لويديځ د بنديزونو په وړاندې يو خنډ دے
د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر مرستيال وويل: د ايران اقتصادو ته ډېر مهم ګوزارونه هغه بنديزونه او بائيکاټونه وو چې استکباري او لويديځو قوتونو د ايران په خلاف په چټي بهانو ولګول.
اسحاق جهانګيري نن په تهران کښې په يو لړ مراسمو کښې د مقاومتي اقتصادو اجرا د ايران د حکومت د اېجنډا يو بحث وبلۀ او زياته يې کړه:
د مقاومتي اقتصادو د اجرا يو مقصد د مقاومت او تاب راوړلو هغې مرحلې ته د ايران د اقتصادو رسول دي چې د بهرنيو ګوزارونو په مقابل کښې زيان ونه مومي.
د ايران د ولسمشر وړومبي مرستيال په چټي بهانو د ايران په خلاف د لويديځ بنديزونو لګولو ته په اشارې سره تاکيد وکړ: پکار دي د مقاومتي اقتصادو په اجرا سره د هېواد اقتصاد د لويديځ د بائيکاټونو بيا لګولو په مقابل کښې ساتنه وشي او د بائيکاټونو له څوکو تېر شي.
جهانګيري واضحه کړه، ايراني چارواکي او مسئولان کوشش کوي په استدلال ، منطق او خبرو اترو سره اجازه ورنکړي لويديځ او امريکه چې هر څه غواړي وې کړي.