لاریجاني د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټانو بوږنونکی جنایت وغنده
پرون زرګونه فلسطینیان د (ځمکې د ورځې) په ۴۲ کلیزه، د (ستنیدو د حق) په صلحه ایزو مظاهرو کښې د نیواکي ټاټوبي سره د غزې تړانګې د سرحد په لور وخوزیدل چې د اسرائیلي پوځیانو له حملې سره مخ شوه.
د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د پارلیمانونو د اتحادیې مشر د (ستنیدو) په ورځ د فلسطین د ولس د صلحه ایز لاریون خلاف د غاصب او ناروا صهیونیسټي رژیم ضدانساني او جنایتکاره اقدام په کلکه وغنده او له اسلامي پارلیمانونو یې وغوښتل چې په دې لړ کښې ضروري تابیاوې غوره کړي.
پرون زرګونه فلسطینیان د (ځمکې د ورځې) په ۴۲ کلیزه، د (ستنیدو د حق) په صلحه ایزو مظاهرو کښې د نیواکي ټاټوبي سره د غزې تړانګې د سرحد په لور وخوزیدل چې د اسرائیلي پوځیانو له حملې سره مخ شوه.
پر فلسطیني مظاهره چیانو د قدس د نیواکګر رژيم د پوځیانو په حمله کښې لږترلږه ۱۷ فلسطینیان شهیدان او له ۱ زر ۴ سوو زیات نور زخمي شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې علي لاریجاني بیګا دغه بوږنونکی اقدام د امریکې تر ملاتړ لاندې صهیونیسټانو د پرله پسې جنایتونو دوام وباله او ویې ویل: د صهیونیسټانو د شخړه جوړونې سیاست او نیواکي قدس ته د امریکې د سفارت د منتقلولو لپاره د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ کوشش هغه خطرناکه دسیسه ده چې د سیمې امنیت او ثبا ت ګواښي.
د ایران د اسلامي شورا مشر زیاته کړه: په تل ابیب کښې موجود ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهیږي او مقاومت د صهیونیسټي رژيم له جاه طلبو اهدافو سره د مقابلې ترټولو مهمه لاره ده.
علي لاریجاني د اسلامي هیوادونو او همداشان د ټولې نړۍ له پارلیمانونو وغوښتل چې د ضروري تدابیرو په غوره کولو او د صهیونیسټانو په غندنې سره د فلسطینیانو د روا حقوقو ملاتړ وکړي او د صهیونیسټانونو د نویو کړکیچ جوړونو مخه ونیسي.