د مسلمانانو اوله مسئله، قدس او له صهیونیسټانو سره مبارزه ده
د ایران په قم ښار کښې د تقلید یو لوړ مرجع آیت ا... حسین نوري همداني د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او د نړیوالو ټولنو د چپتیا په غندلو سره وویل: د مسلمانانو اوله مسئله، قدس او له صهیونیسټانو سره مبارزه ده.
آیت ا... حسین نوري همداني نن فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې څرګنده کړه: قدس د مسلمانانو وړومبۍ قبله ده او یو ناروا رژیم نیولې ده، په دې وجه مسلمانان او آزادي غواړي ولسونه باید په یووالي او د فلسطین له خلکو سره په پیوستون سره د صهیونیسټي رژیم په تر نابودۍ پورې مرسته وکړي.
آیت ا... حسین نوري همداني همداشان د فلسطینیانو د وژلې په وړاندې د ملګرو ملتو په چپتیا باندې په نیوکې سره زیاته کړه: له یو داسې سازمانه چې د عربستان او استکبار په پیسو چلیږي، له دې زیاته تمه نه شي کیدی او ملګري ملتونه په یو بې خاصیته سازمان بدل شوي دي.