په سوریې برید د ترهګرو د پیاوړی کولو په چوکاټ کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68872-په_سوریې_برید_د_ترهګرو_د_پیاوړی_کولو_په_چوکاټ_کښې_دی
زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی په سوریې دصهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو د حملې په غندلو سره هغه د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ او د ترهګرو د پیاوړی کولو په چوکاټ کښې وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2018 00:00 Asia/Kabul
  • په سوریې دصهیونیسټ رژیم تیری ددغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ خلاف ورزۍ ده .
    په سوریې دصهیونیسټ رژیم تیری ددغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ خلاف ورزۍ ده .

زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی په سوریې دصهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو د حملې په غندلو سره هغه د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ او د ترهګرو د پیاوړی کولو په چوکاټ کښې وبلله .

دسوریې په حمص(Homs) ولایت کښې په  الټیفور پوځی اډې  پرون سهار توغندوی حمله وشوه  چې یوشمیر کسان پکښې  مړه او ژوبل شول .

د صهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر« اویګدور لیبرمین »له یدیعوت احارونوت ورځپاڼې سره په مرکه کښې په دغه توغندوی حملې کښې د تل ابیب په رول لرلو اعتراف وکړ .

دایران دباندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی ټینګار وکړ په سوریې دصهیونیسټ رژیم تیری ددغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملی واکمنۍ خلاف ورزۍ ده او له هغو  ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو سره په تضاد کښې ده چې په سوریې کښې کړکیچن شرایط او دسیمې معادلات نور هم پیچلی کوی .

دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی ډاګینه کړه دصهیونیسټ رژیم دغه توغندوی حمله په داسې شرایطو کښې چې د جنګ په ډګر کښې بدلونونه د سورېې د قانونی حکومت په ګټه پرمخ روان دی د ترهګرو ډلو د پیاوړی کولو او د فلسطین د غزې تړانګې له غمیزې چې پکښې په لسګونو فلسطینیان شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شوی دی د عمومی افکارو د انحرافولو په هدف سره ترسره شوی ده .