دامریکا یواړخیزه کړچار د این پی ټی لپاره ستر خطر دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69940-دامریکا_یواړخیزه_کړچار_د_این_پی_ټی_لپاره_ستر_خطر_دی
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو ادارو کښې د ایران استازی رضا نجفی وویل د اټومی بې وسلې کیدا ته د اټومی هیوادونو په تیره بیا دامریکا نا پاې بندۍ د اټومی وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز دتړون این پی ټی(Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear) راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2018 00:35 Asia/Kabul
  • دصهیونیسټ رژیم د اټومي وسلو د پروګرام شتون له اټومي وسلو د پاک مینځني ختیځ د رامینځته کیدا د مخنیوي ترټولو مهم عامل دی
    دصهیونیسټ رژیم د اټومي وسلو د پروګرام شتون له اټومي وسلو د پاک مینځني ختیځ د رامینځته کیدا د مخنیوي ترټولو مهم عامل دی

زمونږ خبریال وایی په نړیوالو ادارو کښې د ایران استازی رضا نجفی وویل د اټومی بې وسلې کیدا ته د اټومی هیوادونو په تیره بیا دامریکا نا پاې بندۍ د اټومی وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز دتړون این پی ټی(Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear) راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی .

هغه پرون په جینیوا کښې د اټومی وسلو د تولید او دپراختیا د بندیز دبیا کتنې دکانفرنس د مقدماتی کمیټۍ په دوهمې(۲) غونډې کښې وویل ددغه تړون په هدفونو په تیره بیا د اټومی بې وسلې کیدا  د پرمختګ د نشتون په لاره کښې اصلی مشکل دامریکا یواړخیزه کړچار دی .

رضانجفی وویل تر هغه وخته چې دامریکا یواړخیزه اټومی پروګرامونه او سیاست دوام ولری د اټومی بې  وسلې کیدا په لاره کښې به هیڅ پرمختګ ترلاسه نشی .

په نړیوالو ادارو کښې دایران استازی رضا نجفی د اټومی وسلو د تولید او دپراختیا دبندیز د تړون د هدفونو پرمخ بیولو ته د ایران په پایداره ژمنې ټینګار سره وویل دصهیونیسټ رژیم د اټومی وسلو د پروګرام شتون له اټومی وسلو د پاک مینځنی ختیځ د رامینځته کیدا د مخنیوی ترټولو مهم عامل دی .

هغه د صهیونیسټ رژیم اټومی وسلې د نړۍ او دسیمې د امنیت او سولې لپاره خطر وباله او  هغه یې د اسرائیلو درژیم داټومی وسلو له پروګرام څخه په ملاتړ کښې د ځینو اټومی هیوادونو په تیره بیا  دامریکا د دوه ګوڼه معیارونو د اعمالیدا له کبله وبلل .