د ایران ویرې نتانیاهو په اوتو بوتو سر کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70370-د_ایران_ویرې_نتانیاهو_په_اوتو_بوتو_سر_کړی_دی
د عمان الوطن ورځپاڼې لیکلي دي: نتانیاهو نه په ویښه د ایران له ویرې خلاصیږي او نه په خوب کښې، او دې ویرې هغه په ګډو وډو سر کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2018 03:13 Asia/Kabul
  • د ایران ویرې نتانیاهو په اوتو بوتو سر کړی دی

د عمان الوطن ورځپاڼې لیکلي دي: نتانیاهو نه په ویښه د ایران له ویرې خلاصیږي او نه په خوب کښې، او دې ویرې هغه په ګډو وډو سر کړی دی.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم د نهې په شپه یوشمیر انځورونه، سي، ډیز او کاغذنو په ټیلیویژن کښې وښودل او مدعي شو چې ایران د ایټمي وسلو د جوړولو لپاره پټ پروګرام لري.

د مسقط چاپ الوطن ورځپاڼې د زهیر ماجد په قلم لیکل شوې مقاله کښې، په دې خبرې سره چې د نتانیاهو لخوا وړاندې شوې ډرامه ډیره خندونکې او بې معنا وه، د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره ولیکل: له یو داسې کس سره به څه کوې چې غواړي دنیا قانع کړي چې ایران پټ ایټمي پروګرام لري، حال دا چې په دا خبره یې، خپله دی هم نه قانع کوي.

الوطن ورځپاڼې له دې څخه د خواشینۍ په ښودلو سره چې نړۍ د اسرائیلو له اوتوبوتو سره عادت شوې ده، څرګنده کړه: صهیونیسټي رژيم په جنګ سره جوړ شوی دی ا د ژوند دوام یې له جنګ او وینه تویونې پرته ناشونی دی.