ظریف: د ایران او چین اړیکې تل ښې او مثبتې وې
د ایران خارجه وزیر وویل: د ایران او چین اړیکې تل ښې او مثبتې پاتې شوي او له برجام وروسته پکښې ډیر حساسیت هم راغلی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن بیجنګ ته له رسیدو سره سم د چین د خارجه وزارت د لویدیځې آسیا او شمالي افریقې د چارو له مشر دنک لي سره وکتل.
ښاغلي ظریف او دنک لي د دواړو هیوادونو په سیاسي او اقتصادي اړیکو باندې په ټینګار سره د برجام په ساتنې ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چین له چارواکو سره د برجام په هکله د سلامشورې او د نظر د تبادلې او د ایراني ولس د ګټو د ضمانت په بڼه کښې د دغې موافقې د دوام د امکان د څیړلو په موخه نن سهار چین ته تللی دی.
هغه به په چین کښې د دغه هیواد له خارجه وزیر وانګ یي سره هم ملاقات کوي او د برجام په هکله به ورسره خبرې وکړي.