قدس د فلسطین د ایډیل د ساتلو ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72776-قدس_د_فلسطین_د_ایډیل_د_ساتلو_ورځ_ده
زمونږ خبریال وایی دایران د رهبرۍ د خبرګانو جرګې په یوې (۱)بیانیې کښې مسلمان ملتونه د قدس دنړیوالې ورځې او د فلسطین دایډیل د ژوندی ساتلو ته وروبلل او ویې ویل دالهی بریالیتوب ژمنه نږدې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2018 07:49 Asia/Kabul
  • روژې دمبارکې میاشتې اخري جمعه د ایران داسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوي ده .
    روژې دمبارکې میاشتې اخري جمعه د ایران داسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوي ده .

زمونږ خبریال وایی دایران د رهبرۍ د خبرګانو جرګې په یوې (۱)بیانیې کښې مسلمان ملتونه د قدس دنړیوالې ورځې او د فلسطین دایډیل د ژوندی ساتلو ته وروبلل او ویې ویل دالهی بریالیتوب ژمنه نږدې ده .

د ایران د رهبرۍ دخبرګانو جرګې نن په یوې(۱) بیانیې کښې د روان کال قدس ورځ له تیرو کلونو زیاته  حماسه رامینځته کونکی وبلله او ویې ویل د فلسطین د ټاټوبی په اویا(۷۰) کلن نیواک کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو او له تل ابیب(Tel Aviv) څخه بیت المقدس(Baitulmaqdis) ته د امریکا د سفارت په انتقالولو کښې د ولسمشر ټرمپ ناوړه اقدام هم د نړۍ د مسلمانانو احساسات داغی کړی دی او هم یې دهغوې غوسه راپارولی ده .

په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی دظالم صهیونیسټی رژیم له جنایتونو دامریکا هراړخیزه ملاتړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په شعار سره د فلسطین د بې دفاع ملت په وژله کښې د واشنګټن نیغ په نیغه رول یوازې په سیمه کښې د اسرائیلو دغاصب رژیم  او د امریکا دناجایز شتون لپاره یو(۱)چلول دی .

دایران د رهبرۍ دخبرګانو جرګې په سیمه کښې له جنایتکارانو سره د تش په نامه د ځینو اسلامی حکومتونو له ذلالت څخه د ډکې ملګرتیا او د چپتیا دغندلو په ترڅ کښې خپل اصلی وطن ته د بیرته دستنیدا  او  په خپلې دفاع کښې د فلسطین د مظلومو خلکو په مسلم او جایز حق ټینګار وکړ .

د روژې دمبارکې میاشتې اخری جمعه د ایران داسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوی ده چې  دټولې نړۍ مسلمانانو دصهیونیسټ رژیم له توکمپالوسیاستونو خپله کرکه اعلان کړی .

په راتلونکی جمعې ورځ(د جون په اتمه نیټه ) به دایران په شمول دنړۍ په ډیرو  هیوادونو کښې د قدس د ورځې نړیوال لاریونونه وشی .