دایران خلک د قدس په لاریونونو کښې پراخ ګډون کوی
-
روان میلادي کال له بل هر وخت څخه زیات فلسطین او مظلوم قدس دصهیونیسټ رژيم له تیریو سره مخ دی .
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران داسلامی جمهوریت سیاسی ګوندونو ، ډلو او ادارو په جلا جلا بیانیو کښې خلکو ته بلنه ورکړه چې د تیرو کلونو په شان د روان کال د قدس دنړیوالې ورځې په لاریونونو کښې حماسی او پرتمینه ګډون وکړی .
د روژې دمبارکې میاشتې اخری جمعی ورځ دایران داسلامی جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په نوښت دقدس نړیواله ورځ نومول شوی ده چې دټولې نړۍ مسلمانان دصهیونیسټ رژیم له توکمپاله سیاستونو خپله کرکه اعلان کړی .
دقدس دنړیوالې ورځې لاریونونه به نن له فلسطین او ایران سره یوځاې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې وشی .
دایران د اسلامی جمهوریت حکومت هم دهیواد ملت ، قومونه ، شخصیتونه او بیلابیلې سیاسی او ټولنیزې ډلې د قدس دنړیوالې ورځې په لاریونونو کښې پراخ ګډون ته وربللی دی چې له استکبار سره د مبارزې ، له مظلوم څخه دملاتړ او د ملی پیوستون له ویاړ څخه په ډک تاریخ کښې یوه بل د سرو زرو پاڼی دنړۍ خلکو ته وروښیی .
دایران علماو هم شریف ملت د قدس د نړیوالې ورځې په لاریونونو کښې پراخ ګډون ته وربللی دی .
روان میلادی کال له بل هر وخت څخه زیات فلسطین او مظلوم قدس دصهیونیسټ رژیم له تیریو سره مخ دی .