نوې ډیلې د ایران له بایکاټ سره مخالف دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i73870-نوې_ډیلې_د_ایران_له_بایکاټ_سره_مخالف_دې
اروپایی هیوادونه باید د ایټمی موافقې په وړاندی په خپلو ژمنو پایبنده پاتې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2018 01:41 Asia/Kabul
  • نوې ډیلې د ایران له بایکاټ سره مخالف دې

اروپایی هیوادونه باید د ایټمی موافقې په وړاندی په خپلو ژمنو پایبنده پاتې شی .

د هندوستان خارجه وزیرې میرمن سوشما سوراج د دې خبرې په کولو سره چی نوې ډیلې د ایران پرضد د امریکا له یوه اړخیزه بایکاټ سره مخالف دې ټینکار وکړ هند به د نړیوالو رودو او متقابل درناوی په چوکاټ کی  له ایران سره خپلو راکړو ورکړو او مروداتو ته دړوام ورکړی .

د هند خارجه وزیرې پرون د ایټالیا او فرانسی په شمول ځو اروپایی هیوادونو ته له خپل پړاویز سره د ستنیدا په وخت د ایران په تبریز هوایی ډګر کی  د اذربایجان له والی مجید خدا بخش سره په کتنه کی وویل د فرانسی  د ولسمشر په شمول  له اروپایی چارواکو سره په کتنو کی تینګار وشو چی اروپایی هیوادونه باید د ایټمی موافقې په وړاندی  په خپلو ژمنو پایبنده پاتې شی . میرمن سوراج د تهران او نوی ډیلی د ملګرتیا په پراختیا په ټینګار سره  له ایران سره د یورو په ارز سره د مالی مبادلې لپاره د هند چمتو والی اعلان کړ .

مجید خدا بخش هم په دغه کتنه کی د استکبار په وړاندی د هندی ولس مبارزو ته په اشاری سره وویل د تبریز خلک  له تیرو وختونو راهیسې  د هندوستان له ملت سره نږدی تجارتی او اقتصادی اړیکی درلودلی دی  او دوه اړخیزه ملګرتیا باید په قدرت سره دوام ولری .