په ایران کښې د پانګونې د امنیت تامینیدل ضروري دي
Jun 26, 2018 11:04 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا مشر له ایرانه د پانګې د اړولو لپاره د دښمنانو رواني عملیاتو ته په اشارې سره د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د پانګونو د امنیت پر ټینګښت تاکید وکړ.
د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني نن په دې خبرې سره چې د ایران قضائیه قوه باید په هیواد کښې د پانګونه کونکو ملاتړې وي او د هغوي امنیت تامین کړي، څرګنده کړه: په ایران کښې اصول او مقررات باید داسې برابر شي چې پانګونه په چټکۍ سره ترسره شي.
ښاغلي لاریجاني همداشان له ایټمي موافقې د واشنګټن د وتنې په شمول د ایران د خلکو او نظام خلاف د امریکې دسیسو ته په اشارې سره زیاته کړه: د امریکې سټراټیجي دا ده چې د ایران خلک له اقتصادي نظره په تنګسه کښې راولي خو په دې دسیسه کښې به هم ناکامه پاتې شي.
ټیګونه