ایران د خپلو معلومو اصولو په بنیاد ایټمي مذاکراتو ته ناست و
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74155-ایران_د_خپلو_معلومو_اصولو_په_بنیاد_ایټمي_مذاکراتو_ته_ناست_و
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو معلومو اصولو او تاکتیکونو باندې په تکیې سره له ۵+۱ ډلې سره خبرواترو ته کښنیاسته چې نتیجه یې د امنیت شورا په تایید سره ایټمي موافقه وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 11:40 Asia/Kabul
  • ایران د خپلو معلومو اصولو په بنیاد ایټمي مذاکراتو ته ناست و

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو معلومو اصولو او تاکتیکونو باندې په تکیې سره له ۵+۱ ډلې سره خبرواترو ته کښنیاسته چې نتیجه یې د امنیت شورا په تایید سره ایټمي موافقه وه.

علي لاریجاني نن په تهران کښې له ایټمي مذاکراتو د ایران اهدافو ته په اشارې سره زیاته کړه: د امنیت شورا له اوم اصل څخه وتل، د ایټمي دوسیې د پوځي اړخونو د دوسیې PMD بندیدل او د ایټمي بندیزونو ختمیدل له ۵+۱ ډلې سره د ایران د مذاکراتو نتیجه او برجام (ایټمي موافقې) ته رسیدل وو خو امریکا له دغې موافقې په یواړخیزه توګه ووتله.

د ایران د پارلیمان مشر څرګنده کړه: امریکې له برجامه څخه له وتنې وروسته په ایران کښې د سیاسي او امنیتي ګډوډي رامینځته کولو هڅه وکړه او دې هدف ته د رسیدو لپاره يې اقتصاد په نښه کړ.

لاریجاني همداشان په سیمه کښې د ایران د شتون په هکله وویل: له عراق او سوریې سره د ایران سلاکاري مرسته له ترهګرو سره د مبارزې، د ایران د ملي ګټو او د هیواد د خلکو د امنیت د تامینولو لپاره و.

د ایران د مقننه قوې مشر همداشان وویل: د امریکې، صهیونیسټ رژیم او سعودي مثلث نن سبا د ایران خلاف مزاحمت رامینځته کولو لپاره په سیمه کښې ډیر فعال شوی دی تر دې چې حتی که وتوانیږي نو هیوادونه په پيسو اخلي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په عراق او سوریه کښې د ترهګرو ملا ورماته کړه او که داسې یې نه وو کړي نو د سیمې ټول هیوادونه باید له ترهګرو سره مخامخ شوي وی.