د څلورو ایراني سفارتکارانو د شهادت هیڅ سند نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74387-د_څلورو_ایراني_سفارتکارانو_د_شهادت_هیڅ_سند_نشته
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: د صهیونیسټي رژیم په جیل کښې د ایران د څلورو تښتول شویو ډیپلماټانو په شهادت دلالت کونکی هیڅ سند نشته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 14:11 Asia/Kabul
  • د څلورو ایراني سفارتکارانو د شهادت هیڅ سند نشته

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: د صهیونیسټي رژیم په جیل کښې د ایران د څلورو تښتول شویو ډیپلماټانو په شهادت دلالت کونکی هیڅ سند نشته.

حسین امیر عبداللهیان په یو ټویټ کښې ولیکل: لکه څنګه چې سمیر قنطار د صهیونیسټي رژیم په جیل کښې اسیر و خو د تل ابیب د بیا بیا تکذیبولو سره سره ۳۰ کاله پس آزاد شو، د ایران تښتول شوي ډیپلماټان هم د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې پراته دي.

د ویلو ده چې د ۱۳۶۱ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په څوارلسمه نیټه د صهیونیسټي رژیم لاس پوڅو د سید «محسن موسوی»، «احمد متوسلیان»، «کاظم اخوان»  و «تقی رستگار مقدم»  په نومونو د ایران د اسلامي جمهوریت څلور ډیپلماټان د لبنان په خاوره کښې وتښتول. موجود شواهد او مدارک ښودنه کوي چې دغه تښتول شوي ایراني سفارتکاران لاهم د اسرائیلي ځواکونو په بند کښې دي.

په تیرو دریو لسیزو کښې د یادو ډیپلماټانو د آزادۍ لپاره د ایران د ډیرو اقداماتو او هلوځلو باوجود د دغو کسانو په هکله لاهم دقیقه اطلاع نشته.