امریکا او اسرائیل په فلسطینیانو خپله اراده نشی تپلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74445-امریکا_او_اسرائیل_په_فلسطینیانو_خپله_اراده_نشی_تپلی
دمینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند حسین شیخ الاسلام د فلسطین له خلکو په نړیوال او سیمه ییز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا او صهیونیسټ رژیم دفلسطین په ملت خپله اراده نشی ورتپلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2018 11:38 Asia/Kabul
  • مریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان یې غواړي د فلسطین د ملت حق تر پښو لاندې کړي .
    مریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان یې غواړي د فلسطین د ملت حق تر پښو لاندې کړي .

دمینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند حسین شیخ الاسلام د فلسطین له خلکو په نړیوال او سیمه ییز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا او صهیونیسټ رژیم دفلسطین په ملت خپله اراده نشی ورتپلی .

هغه له ایسنا خبری اژانس سره په مرکه  کښې په غزې تړانګه کښې د فلسطین دخلکو دمظاهرو دوام ته په اشارې سره وویل لاریونونه دیوې زړورې ، مدبرانه او د هوښیارۍ  دمقابلې یوه لاره ده چې دفلسطین ملت  دتل په شان د امریکا، دصهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان له دسیسې سره د مقابلې لپاره غوره کړی ده او دغه لاریونونه له نړیوالو قوانینو سره سمون خوری .

د مینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند حسین شیخ الاسلام زیاته کړه په اوسنیو شرایطو کښې چې امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان یې غواړی د فلسطین د ملت حق تر پښو لاندې کړی د فلسطین خلک په لاریونونو سره نړیوالو ته دغه خبره کوی نیت لرې خپل ټاټوبی او خپلو کورونوته بیرته ورستانه شی .