د توغنده اي توان ساتنه، د ايران سره کرښه
«د ايران توغنده اي فعاليتونه د ملي ګټو پوره کولو او د هېواد له خاورې او قلمرو څخه د دفاع لپاره د مخه نيونکي سياست يوه برخه ده» د ايران دا واضحه موقف يو ځل بيا او د ايران د توغنده اي توان د ګواښ والي په اړه د فرانسې د خارجه وزير د ادعا په ځواب کښې د ايران د خارجه وزارت د وياند د تاکيد وړ وګرځېد.
د فرانسې خارجه وزير ژان ايو لودريان د دغه هېواد له آر ټي اېل رېډيو سره په مرکه کښې د تهران په خلاف د ځينو ادعاګانو په مطرح کولو سره وويل: د ايران توغنده اي وسلې يوازې له ځانه د دفاع لپاره نه دي.
بهرام قاسمي په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران توغنده اي فعاليتونه د هيڅ يو هېواد په خلاف نه دي وويل: تهران د ايران په خلاف د عراق د بعثي رژيم د اته کلن جنګ په شمول په وروستيو لسيزو کښې خپلو تجربو ته په پام سره دا زده کړي دي چې د دښمنانو د ځينو سپېرو نيتونو له عملي کېدو څخه د ممانعت لپاره خپل دفاع توان پياوړے کړي.
د ايران د توغنده اي توان په ګواښ ښودلو باندې تمرکز دوه هدف لرونکے ګڼل کيږي. دغه ادعا له يوې خوا په سيمه ايزه او نړيواله سطح کښې د امنيت لپاره د ايران د توغنده اي دفاع ظرفيت د ګواښ په ښودلو تمرکز لري او له بلې خوا له دغه ګواښ ښودنې څخه مقصد د ايران د دفاعي قوت د کمزوري کولو په هدف سره په ايران باندې دباو راوړل دي.
د دې مسئلې په شننه کښې دوه مهمې او بنيادي موضوع ګانې مطرح دي:
وړومبۍ موضوع د ګواښ په مقابل کښې په اوچتې او مطمئنې اندازې سره د امنيت د لرلو ضرورت دے چې د ملي ګټو نه بيلېدونکې برخه ګڼل کيږي. نو ځکه د ګواښونو په مقابل کښې د دفاعي، مخه نيونکي او حتی يرغلي قوت لرل يو روا او د خبرو اترو نه وړ حق دے.
خو دويمه موضوع د ډله ايز او سيمه ايز امنيت بحث دے.
له بده مرغه د سعودي په شمول د سيمې ځينې هېوادونه د ډله ايز امنيت ساتنې ته څه ګروهنه نه لري او اتفاقاً د لويديځ ملاتړ هم ورته حاصل دے. هغوي تل په سيمه کښې د ډله ايز امنيت او ارامښت په خلاف د ګواښ د بيا رامنځته کولو په حال کښې دي.
انټرپرائز امريکائي موسسې د ۲۰۱۷ ميلادي کال په اګست کښې په يو رپوټ کښې وليکل: « يو ډګر چې ايران پکښې آخري تخصص ته رسېدلے دے د بالېسټېک توغنديو جوړول دي. د ايران بالېسټک توغندي د دغه هېواد د دفاعي توان محور دے.»
د فرانسې په شمول د اروپائي اتحاديې غړيو هېوادونو که څه هم د ټرمپ د برجام ضدودريځونو په مقابل کښې له مخالفت سره مل دفاعي دريځ غوره کړے دے خو له ايران سره د خبرو اترو په بحث کښې کوشش کوي چې ځانونه د ايران له توغنده اي پروګرام څخه اندېښمن وښئ.
البته اروپائي اتحاديه دا ګمان کوي چې کېدې شي هم د برجام او هم د خپلو سيمه ايزو انډيوالانو او امريکې په يوځاے ساتنه وکړي خو دا محاسبه يې تېروتنه ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مۍ په ۲۳ نېټه د برجام او له دغې موافقې څخه د امريکې د وتلو په اړه په يو لړ بياناتو کښې د قوت جوړونې يعنې توغنده اي پروګرام او د ايران د سيمه ايز شتون دوو موضوع ګانو ته د نه نتوتلو په شمول له اروپايانو سره د برجام د دوام لپاره څو بنيادي شرطونه بيان کړل.
په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په ډګر کښې د ايران کاميابۍ په دې حقيقت باندې يو څرګند دليل دے چې ايران له دغې توانمنۍ څخه هيڅکله د نورو هېوادونو د ګواښلو يا ورباندې د تيري کولو لپاره استفاده نه ده کړې. خو له هر ډول ګواښ او د خپل او سيمې د امنيت او ارامښت د ګډوډولو له اقدام سره په مقابله کښې به په قطعي توګه مخه نيونکي او دفاع اقدامات وکړي.