د فلسطینی او یمنی ماشومانو وژل باید ودرول شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74528-د_فلسطینی_او_یمنی_ماشومانو_وژل_باید_ودرول_شی
ښاغلی غلام علی خوشرو وویل په داسی حال کی چی د اسراییلو رژیم هماغه راز د فلسطینی ماشومانو وژلې ته دوام ورکوی خو له بده مرغه عمومی منشی تراوسه دغه رژیم په وسله والو لانجو کی د ماشومانو د حقوقو په اصلی خلاف ورزۍ کونکیو لیسټ کی ندې راوستې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2018 01:05 Asia/Kabul
  • د فلسطینی او یمنی ماشومانو وژل باید ودرول  شی

ښاغلی غلام علی خوشرو وویل په داسی حال کی چی د اسراییلو رژیم هماغه راز د فلسطینی ماشومانو وژلې ته دوام ورکوی خو له بده مرغه عمومی منشی تراوسه دغه رژیم په وسله والو لانجو کی د ماشومانو د حقوقو په اصلی خلاف ورزۍ کونکیو لیسټ کی ندې راوستې .

د ایرنا له راپور سره سم په ملګرو ملتو کی د ایران دایمی استازی د ماشومانو وضعیت په وسله والو لانجو کی په موضوع د امنیت شورا په غونډه کی د فلسطینی او یمنی ماشومانو د وژلې د درولو غوښتنه وکړه .

ښاغلی غلام علی خوشرو وویل په داسی حال کی چی د اسراییلو رژیم هماغه راز د فلسطینی ماشومانو وژلې ته دوام ورکوی خو له بده مرغه عمومی منشی تراوسه دغه رژیم په وسله والو لانجو کی د ماشومانو د حقوقو په اصلی خلاف ورزۍ کونکیو لیسټ کی ندې راوستې .

ده همداراز په غزې تړانګی کی د ستنیدا حق په سوله ایز لاریون کی د ګډون کونکیو فلسطینی ماشومانو پرضد د صیهونیسټ رژیم د وروستیو میاشتو جنګی جنایت ته په اشارې سره زیاته کړه د اسراییلو رژیم د نړۍ د ماشوم وژونکیو د لیسټ په سر کې دې  او باید عمومی منشی راتلونکی کال هغه د لیسټ په سر کی راولی .

خوشرو همداراز د سعودی رژیم او اماراتو په لاس د یمنی ماشومانو وژلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چی د یمنی ماشومانو د وضعیت خرابیدا یوازې د فلسطینی ماشومانو له وضعیت سره د پرتلنې دې . په ملګرو ملتو کی د ایران دایمی استازی وویل ملګری ملتونه باید په فلسطین ، یمن او د نړۍ په نورو سیمو کی د ماشومانو د وژلې په درولو کی په خپلو دندو عمل وکړی .

د ملګرو ملتو امنیت شورا  د پرونۍ غونډې په پاې کی په وسله والو نښتو کې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ د مخنیوی په اړه یو پریکړه لیک تصویب کړ .