اټومی تړون ثابته کړه امریکا د اعتماد وړ نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74692-اټومی_تړون_ثابته_کړه_امریکا_د_اعتماد_وړ_نه_ده
زمونږخبریال وایی دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د پینځه جمع یوې ډلې او دایران ترمینځ د اټومی موافقې د لاسلیک کیدا د دریمې(۳) کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ اټومی موافقې ثابته کړه چې دامریکا حکومت په هیڅ موافقې کښې د اعتماد وړ نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2018 23:55 Asia/Kabul
  • اټومي تړون ثابته کړه دډونالډټرمپ په حکومت په هیڅ موافقې کښې باور نشي کیدلی .
    اټومي تړون ثابته کړه دډونالډټرمپ په حکومت په هیڅ موافقې کښې باور نشي کیدلی .

زمونږخبریال وایی دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د پینځه جمع یوې ډلې او دایران ترمینځ د اټومی موافقې د لاسلیک کیدا د دریمې(۳) کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ اټومی موافقې ثابته کړه چې دامریکا حکومت په هیڅ موافقې کښې د اعتماد وړ نه دی .

هغه پرون وویل په داسې حال کښې چې ایران پوهید  د ژمنو د ساتلو لپاره په امریکا باور نشی کولای  او اوس دامریکا متحدین هم په دې موضوع پوه شوی دی او اټومی تړون ثابته کړه دډونالډټرمپ په حکومت په هیڅ موافقې کښې باور نشی کیدلی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل دامریکا له اقداماتو سره سره اټومی تړون دخپلې دریمې(۳) کلیزې په مناسبت د څو اړخیزه ډیپلوماسۍ د بریالیتوب په  توګه پرځاې پاتې دی .

له اټومی موافقې د امریکا له وتلو او ددغه تړون د ساتلو لپاره د اروپایی هیوادونو له غوښتنې وروسته ایران اروپایی هیوادونو ته محدود فرصت ورکړی عملی تضمین دې ورکړی چې دامریکا د بندیزونو د بیرته لګولو په وخت په اټومی تړون کښې دایران ګټې تامین شی .