دښمنانو په سیمه کښې د ایران رغنده رول په نښه کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75221-دښمنانو_په_سیمه_کښې_د_ایران_رغنده_رول_په_نښه_کړی_دی
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: دښمنانو په سیمه کښې د ایران رغنده رول او مثبت نفوذ هدف ګرځولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2018 10:23 Asia/Kabul
  • دښمنانو په سیمه کښې د ایران رغنده رول په نښه کړی دی

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: دښمنانو په سیمه کښې د ایران رغنده رول او مثبت نفوذ هدف ګرځولی دی.

حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د عراق د سفیر راجع صابر عبود الموسوي په کتنه کښې د ایران خلاف د امریکې غلیمانه اقدامات او د اقتصادي جنګ پیلول په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتدار نښه وبلله.

امیر عبداللهیان همداشان په عراق کښې د پارلیماني انتخاباتو د کامیابې  ترسره کیدنې مبارکي وویله او دغه انتخابات یې په عراق کښې د ولسواکۍ د بنیادونو په ټینګښت او پياوړتیا کښې یو مهم ګام وباله.

هغه د ثبات او امنیت په لاره د عراق له سمیدو د خوښۍ په ښودلو سره څرګنده کړه: د حکومت او ولس په یوزړه توب او یووالي سره به د عراق ستونزې هوارې شي.

په دغه کتنه کښې په تهران کښې د عراق سفیر عبود الموسوي هم ایران د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په ډګر کښې یو ستر او طاقتوار هیواد وباله، له خپل هیواده د اسلامي ایران د ملاتړ قدرونه یې وکړه او ویې ویل: ایران په سختو حالاتو کښې تل د عراق له حکومت او ولس سره له هیڅ مرستې ډډه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه چې د عراق حکومت به د ایران او عراق د دوو مسلمانو ولسونو په دوستانه او ورورولیزو اړیکو کښې هیڅ هیواد ته د دخالت اجازه ورنه کړي.