دښمنانو په سیمه کښې د ایران رغنده رول په نښه کړی دی
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: دښمنانو په سیمه کښې د ایران رغنده رول او مثبت نفوذ هدف ګرځولی دی.
حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د عراق د سفیر راجع صابر عبود الموسوي په کتنه کښې د ایران خلاف د امریکې غلیمانه اقدامات او د اقتصادي جنګ پیلول په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتدار نښه وبلله.
امیر عبداللهیان همداشان په عراق کښې د پارلیماني انتخاباتو د کامیابې ترسره کیدنې مبارکي وویله او دغه انتخابات یې په عراق کښې د ولسواکۍ د بنیادونو په ټینګښت او پياوړتیا کښې یو مهم ګام وباله.
هغه د ثبات او امنیت په لاره د عراق له سمیدو د خوښۍ په ښودلو سره څرګنده کړه: د حکومت او ولس په یوزړه توب او یووالي سره به د عراق ستونزې هوارې شي.
په دغه کتنه کښې په تهران کښې د عراق سفیر عبود الموسوي هم ایران د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په ډګر کښې یو ستر او طاقتوار هیواد وباله، له خپل هیواده د اسلامي ایران د ملاتړ قدرونه یې وکړه او ویې ویل: ایران په سختو حالاتو کښې تل د عراق له حکومت او ولس سره له هیڅ مرستې ډډه نه ده کړې.
هغه زیاته کړه چې د عراق حکومت به د ایران او عراق د دوو مسلمانو ولسونو په دوستانه او ورورولیزو اړیکو کښې هیڅ هیواد ته د دخالت اجازه ورنه کړي.