د حسیني اربعین د ترټولو اوږد پلي تګ ایراني زیارتوال بدرګه شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75673-د_حسیني_اربعین_د_ترټولو_اوږد_پلي_تګ_ایراني_زیارتوال_بدرګه_شول
د ایران په شمال ختیځ کښې له مشهد مقدس ښار نه د عراق تر کربلا پورې د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ د ترټولو اوږدې پیاده لارې زیارتوال نن سهار د امام رضا علیه السلام د حرم د متولي او خلکو لخوا بدرګه شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2018 09:29 Asia/Kabul
  • د حسیني اربعین د ترټولو اوږد پلي تګ ایراني زیارتوال بدرګه شول

د ایران په شمال ختیځ کښې له مشهد مقدس ښار نه د عراق تر کربلا پورې د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ د ترټولو اوږدې پیاده لارې زیارتوال نن سهار د امام رضا علیه السلام د حرم د متولي او خلکو لخوا بدرګه شول.

د ایرنا د خبر له مخې دا د حسیني اربعین د پلي تګ ترټولو پخوانی کاروان دی چې پرله پسې په اتلسم کال د ایران له مشهد نه د عراق تر کربلا پورې ۲ زره او ۶ سوه کیلومیټره لار پلې وهي.

د دغې قافلې غړي په مشهد مقدس کښې د اتم معصوم امام حضرت امام رضا علیه السلام د نوراني بارګاه له زیارت کولو وروسته د کربلا په لور روان شول.

دغه قافله به په دوو میاشتو کښې د ایران له پنځو ولایتونو تیریږي او د سویل لویدیځ په خوزستان کښې د شلمچه نومي سرحده له تیریدو وروسته په عراق کښې د کربلا په لور روانیږي او له اربعین یا څلویښتمې دوه ورځې مخکښې د دریم معصوم امام حضرت امام حسین  علیه السلام د بارګاه زیارت به کوي.

د ۱۴۴۰ قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر دیرشمه نیټه کیږي، د کربلا په وچه دښته کښې د جنت د ځوانانو د سردار او د شهیدانو د سالار امام حسین علیه السلام او هغوي د قدرمنو او باوفا ملګرو د شهادت د څلویښتۍ کلیزه ده. په دغه ورځ یعنې د حسیني اربعین په مراسمو کښې د ګډون لپاره له ټولې نړۍ څخه میلیونونه زیارتوال د عراق په کربلا ښار کښې راغونډیږي.