ایران د دښمن له اقتصادي دسیسو سره د مقابلې پوره توان لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75674-ایران_د_دښمن_له_اقتصادي_دسیسو_سره_د_مقابلې_پوره_توان_لري
د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب د ایران د اقتصاد د زیانمنولو لپاره د دښمن دسیسو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د دښمن له اقتصادي دسیسو سره د مقابلې پوره پوره توان او قدرت لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2018 10:02 Asia/Kabul
  • ایران د دښمن له اقتصادي دسیسو سره د مقابلې پوره توان لري

د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب د ایران د اقتصاد د زیانمنولو لپاره د دښمن دسیسو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د دښمن له اقتصادي دسیسو سره د مقابلې پوره پوره توان او قدرت لري.

حجت‌الاسلام و المسلمین سید «محمد حسن ابوترابی‌فرد» د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د ایران خلاف د امریکې بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د امریکې بندیزونه د ایران د اقتصادي غوړیدا لپاره یو فرصت دی.

ابوترابي فرد همداشان ایران ته د آزدګانو د راستنیدو کلیزې ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران اسیر شوي جنګیالي چې د عراق د بعث رژیم په جیلونو کښې یې سخت پړاؤ تیر کړ، د ایراني شهیدانو د وینې پیغام راوړونکي دي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې د عراق د بعث رژیم په وړاندې د ایران د مقدسې دفاع اتو کلونو هیواد لوړو سیاسي، علمي، اقتصادي او پوځي څوکو ته ورسوه، څرګنده کړه: لبنان، شام، عراق، یمن او فلسطین د ایران د مقدسې دفاع په بیلګه ګرځولو سره له استکباري رژیمونو سره مقابله کوي.