لاريجاني: له برجامه د امريکې وتلو نړيواله بې انضباطي رامنځته کړه
Aug 31, 2018 09:02 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر له برجامه د امريکې وتنه بدقولي وبلله او وې ويل، د امريکې دغه اقدام نړيواله بې انضباطي رامنځته کړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې ډاکټر علي لاريجاني پرون مازيګر د ايران په قم ښار کښې وويل، له برجامه د امريکې له وتلو وروسته اروپائي هېوادونو تجويز وړاندې کړ چې په اېټمي موافقې د ايران د پابندې په صورت کښې به له تهران سره د اروپا د اقتصادي تعلقاتو دوام جاري وساتي او ايران د اروپايانو په توانمنۍ او وس کښې د شک باوجود دغه تجويز رد نه کړ.
لاريجاني له اروپايانو سره د ملګرتيا مقصد له ډېپلومېسي ظرفيتونو استفاده کول او د کورنيو صنعتګرو او توليدونکو لپاره د اقتصادي تعلقاتو د فضاء اسانول وبلۀ.
ټیګونه