د پاکستان له وزيراعظم سره د ايران د خارجه وزير کتنه
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د پاکستان له نوي وزير اعظم سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
محمد جواد ظريف او عمران خان نن په دغه کتنه کښې چې په اسلام آباد کښې وشوه په مختلفو پوله ايزو، تجارتي ا اقتصادي زمينو کښې د ايران او پاکستان د تعلقاتو د پراختيا او ژورتيا اهميت او ضرورت ته په اشارې سره د اسلامي نړۍ او سيمې په اړه په مختلفو مسائلوکښې د اسلامي هېوادونو د نزديو ملګرتياو په لازموالي تاکيد وکړ.
د ايران خارجه وزير او د پاکستان وزيراعظم همدارنګ په دغه کتنه کښې د سيمې په هېوادونو کښې د صلحې او قرارۍ د رامنځته کولو او له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب سره د مبارزې لپاره د کوشش د زياتوالي د لازموالي په اړه هم خبرې اترې وکړې.
ظريف په دغه سفر کښې له دې مخکې د پاکستان د فوځ له عمومي قوماندان جنرل قمر جاويد باجوه، د قومي اسمبلې له سپيکر اسد قيصر او د دغه هېواد له خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره هم کتنه او د دوو اړخيزو تعلقاتو او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سيمه ايزو او نړيوالو ملګرتياو په اړه خبرې اترې وکړې.
. د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير پرون د زيارت په ورځ مازيګر د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو سره د کتنې و خبرو اترو او د دواړو هېوادونو د ملګرتيا د پراختيا لپاره د يو پلاوپه مشرۍ اسلام آباد ته لاړ.