قاسمي: د فالح الفياض څنګته کېدل د عراق کورنۍ موضوع ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76067-قاسمي_د_فالح_الفياض_څنګته_کېدل_د_عراق_کورنۍ_موضوع_ده
د ايران د خارجه وزارت وياند د عراق د وزيراعظم لخوا د دغه هېواد د ملي امنيت د صلاح کار څنګته کول د دغه هېواد يوه کورنۍ موضوع وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2018 01:50 Asia/Kabul
  • قاسمي: د فالح الفياض څنګته کېدل د عراق کورنۍ موضوع ده

د ايران د خارجه وزارت وياند د عراق د وزيراعظم لخوا د دغه هېواد د ملي امنيت د صلاح کار څنګته کول د دغه هېواد يوه کورنۍ موضوع وبلله.

بهرام قاسمي بېګا له العالم چېنل سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې ايران په دغه موضوع کښې مداخلت نه کوي تاکيد وکړ،د ايران اسلامي جمهوريت د ګاونډي هېواد په توګه امن، يو موټے او پرمختللي عراق ته له هر بل څيز نه زياته ترجيح ورکوي.

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي وړمه شپه فالح الفياض  د ملي امنيت د صلاح کار او د عراق د ولسي ځواک الحشد الشعبي د مشرۍ له پوسټه لرې کړ.

العبادي د هغه د څنګته کولو په توجيه کښې ادعا وکړه، د عراق د اساسي قانون مطابق د فالح الفياش سياسي فعاليتونه د هغه له حساس امنيتي پوسټ سره په تضاد کښې دي او د عراق د قانون له مخې د دغه هېواد امنيتي او استخباراتي ځواکونه له هر ډول سياسي فعاليت او په حزبي چارو کښې له دغو پوسټونو څخه استفاده کول منعې شوي دي.

په عراق کښې د هادي العامري په مشرۍ فتح ائتلاف د حيدرالعبادي د دغه اقدام په ردعمل کښې وويل، د فالح الفياض څنګته کول يوه غېر قانوني فېصله ده او دغه فېصله به په هېواد کښې د امنيتي حالاتو د تاوتريخوالي او بې ثباتۍ سبب وګرځي.