ایران تیرہ شپه د عراق سفیر احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76273-ایران_تیرہ_شپه_د_عراق_سفیر_احضار_کړ
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په بصره کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې له تیري وروسته دې وزارتخانې ته په تهران کښې د عراق د سفیر د وربلل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2018 03:15 Asia/Kabul
  • ایران تیرہ شپه د عراق سفیر احضار کړ

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په بصره کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې له تیري وروسته دې وزارتخانې ته په تهران کښې د عراق د سفیر د وربلل کیدو خبر ورکړ.

د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي څرګنده کړه: د یوه ډله لمسیدلو خلکو لخوا په بصره کښې د ایران د کنسولګرۍ ودانۍ ته د اور له ورته کولو وروسته بیګا په تهران کښې د عراق سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوبلل شو او د یادې ودانۍ په ساتنه کښې د امنیتي ځواکونو د لټۍ په خاطر د عراق حکومت ته د تهران سخت اعتراض ورته ابلاغ شو.

قاسمي زیاته کړه چې په دغه کتنه کښې د ایران د خارجه وزارت د فارس خلیج برخې لوې مدیر د بصرې د پولیسو له بې تحرکۍ د حیرانتیا په څرګندولو سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ خلاف په تیرو ورځو کښې د مشکوکو عواملو لخوا د تیرو ورځو له لمسوَنو سره سره، د عراق حکومت د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره له سفارتي لارو په راکړي ډاډ او ژمنو عمل نه دی کړی.

په دغه غونډه کښې همداشان د عراق له سفیره وغوښتل شول چې د اسلامي ایران اعتراض زرترزره خپل حکومت ته ورسوي او په چټکۍ سره د دې اور لګونې د مسببانو د پيژندنې، نیونې او محاکمه کونې لپاره اقدام وکړي.

د ویلو ده چې تیره شپه یوه ډله کسانو د خدماتو په بد وضعیت باندې د اعتراض تر عنوان لاندې په بصره کښې د ایران په کنسولګرۍ تیری وکړ او دغې ودانۍ ته یې اور ورته کړي.