له ترهګرۍ سره مقابله، ایران نرمښت نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76460-له_ترهګرۍ_سره_مقابله_ایران_نرمښت_نه_کوي
د عراق په شمال کښې د ترهګرو د مرکز ویشتو وښودله چې د ایران اسلامي جمهوریت له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ځینو لویدیځو هیوادونو په اپوټه راڼه دریځونه لري او د خپل ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او د پوځي ګواښ په هکله هیڅ نرمښت نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2018 09:22 Asia/Kabul
  • له ترهګرۍ سره مقابله، ایران نرمښت نه کوي

د عراق په شمال کښې د ترهګرو د مرکز ویشتو وښودله چې د ایران اسلامي جمهوریت له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ځینو لویدیځو هیوادونو په اپوټه راڼه دریځونه لري او د خپل ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او د پوځي ګواښ په هکله هیڅ نرمښت نه کوي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون د عراق په شمال کښې د ترهګرو خلاف د ایران د اسلامي جمهوریت له اقدامه د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت د اندیښنې څرګندولو په غبرګون کښې وویل: ایران د ترهګرو تحرکاتو او اقداماتو او د ترهګرو ډلګیو د ورانکاریو په هکله د بغداد حکومت او د عراق د کردستان سیمې چارواکو ته له مخکښې نه خبرداری ورکړی و.

د فرانسې خارجه وزارت د عراق په شمال کښې د ترهګرو په مرکز باندې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر له توغندوي حملې وروسته د عراق د ملي حاکمیت په احترام ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې د ایران د میزایل پروګرام د پراختیا په هکله اندیښنه څرګنده کړه. د فرانسې دې دریځنیونې یوځل بیا وښودله چې لویدیځ له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې همهغه شان دوه ډوله کړنلاره لري. دا کړچار په سوریې کښې له ترهګرۍ سره په جنګ کښې هم بیخي څرګند دی. لویدیځ په تیره بیا فرانسه، بریتانیا او امریکا په ښې او بدې باندې د ترهګرۍ په ویشلو سره خپل سیاسي اهداف پرمخ بیايي. خو ایران په خپل روښانه او اصولي سیاست سره، د هر ډول ترهګرۍ مخالف دی او په دې لړ کښې په خپل اعلاني او اعمالي سیاست کښې یې شفاف عمل کړی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت ترهګري تل، په هر شکل کښې او د نړۍ په هر ځاې کښې بې له هیڅ ډول سیاسي ملاحظې غندلې ده، هغهغه ډول چې د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ په احترام کښې په دوه ډوله او انتخابي معیارونو سره چلند نه شي کیدی. په دې چوکاټ کښې د ایران حکومت د عراق د کردستان سیمې مسئولانو او د بغداد مرکزي حکومت ته د عراق په خاوره کښې د انقلاب ضده ترهګرو ډلو د تحرکاتو په هکله په کراتو خبرداری ورکړی او ورسره یې د پریکنده چلند غوښتنه کړې ده. خو سره له دې خبرداریو، د عراق په شمال کښې استوګنو ترهګرو په دې وروستیو کښې په څو ترهګرو اقداماتو کښې د ایران د لویدیځ په کردستان ولایت کښې ۱۱ ایراني ښاریز شهیدان کړل.

د ترهګرو د دې تحرک په ځواب کښې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د هر هیواد قانوني حق دی او ایران له دې امله چې خپله ترهګرۍ قرباني دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په وړومبۍ کرښه کښې دی، د خپل وطن د امنیت په دفاع کښې هیڅکله نرمښت او شاتګ نه کوي. په همدې لړ کښې د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک د تیرې اونۍ د خالي یا شنبې په ورځ د عراق په کردستان سیمه کښې د انقلاب ضده ترهګرو په مرکز او د هغوي د مشرانو د راغونډیدو پر ځاې باندې له ځمکې نه د ځمکې ویشتونکي اووه توغندي وورول. دا توغندوي حمله له معنا ډک پيغام لر. وړومبی دا چې ایران له ترهګرۍ سره په مبارزې او د خپل امنیت په ساتنه کښې له هیڅ هیواد سره نرمي او معامله نه کوي او ترهګر به په هر ځاې کښې په نښه کړي. دویمه دا چې ایران د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع او ساتنه کښې له هیڅ کوم هیواده اجازه نه غواړي او د خپلو پوځي اوزارو او دفاعي توان په کارولو سره به د دښمنانو لخوا هر ګواښ ته پریکنده ځواب ورکړي.

په همدې لړ کښې جنرال محمد علي جعفري تیره چارشنبه وویل: د عراق په شمال کښې د ترهګرو د مرکز په نښه کیدل د ټولو دښمنانو په تیره بیا د هغو سترو طاقتونو لپاره معنا لرونکی پیغام دی چې فکر کوي په خپلو توانمنیو او مختلفو ټیکنالوجیو سره د ایران ولس ویرولی شي او د ایران په ولس باندې خپل پیلد اهداف او زوروینې ورتپلی شي.

هغه څرګنده کړه: هغه څوک کښې د ایران د خاورې په دوه زره کیلومیټرۍ کښې ځواکونه، اډې او تجهیزات لري، باید پوه شي چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران توغندي ډیر دقیق او ځیرک اهداف ولي.

دا توغندوي او دفاعي توانمني د ایران خلاف له هر ډول ګواښ او لمسونکو اقداماتو سره په چلند کښې د اسلامي ایران د موثر او پریکنده قدرت نښه ده. په داشان حالاتو کښې هیڅ کوم هیواد د خپل دفاعي توان په اړه مذاکره نه کوي او ایران هم چې له ترهګرۍ او ناامنۍ سره په مبارزې کښې روښانه سیاست لري، د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره میزایل طاقت کاروي او د نورو هیوادونو سیاست، د ایران د دفاعي او توغندوي اقدار بنیاد نه دی.

*/*/*//*/*/*/*/*