قاسمي: نړۍ د «ګاندهي» د عدم تشدد تفکر ته ضرورت لري
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندد نړۍ په زياترو سيمو کښې د تشدد زياتوالي ته په اشارې سره وويل: نړۍ د هند د پخواني سياسي او روحاني مشر مهاتما ګاندهي د عدم تشدد تفکر ته ضرورت لري.
د ايرنا د رپوټ له مخې بهرام قاسمي پرون په تهران کښې د «گاندی، رهبر بی همتا» او «اسطوره ماهاتما گاندی» کتابونو او د ګاندهي د يونيم سلنې زوکړې په مناسبت د بخارا مجلې خاصې ګڼې د مخکتنې په مراسمو کښې وويل: په داسې حال کښې چې د نړۍ په مختلفو سيمو کښې ترهه ګريزې حملې بې ګناه خلق د مرګ کومي ته ليږي تقريباً يوه پېړۍ مخکې د هند پخواني مشر حتی د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره خپل روا هدف ته د رسېدو لپاره هم له تشدد او تاوتريخوالي څخه استفادې ته حاضر نه شو او يوازې يې په صلح ايزو لارو چارو تاکيد وکړ.
قاسمي زياته کړه، د ګاندهي افکار چې د اخلاقو، صلحې، رښتينولۍ او د عدم تشدد په ستنو ولاړ دي د بشري ټولنو د اوسنيو سختو دردونو د علاج يوه ترټولو غوره لار ده.
د ايران د خارجه وزارت وياند همدارنګ د دې په بيانولو سره چې ګاندهي د مسلمانانو ترمېنځ يو محبوب شخصيت دے واضحه کړه، شايد د دغه ستر مشر ترټولو مهم پېغام له مختلفو ملتونو، دينونو، ډلو او ټولنو په تعلقاتو کښې روغې جوړې، نرمۍ، زغم او اسانتيا ته توجه بللې شوو.
په تهران کښې د هند سفير سوراب کُمار هم په دغو مراسمو کښې د دې په بيانولو سره چې ګاندهي د عشق، صلحې او عدم تشدد يو سېمبول ؤ وويل: د ګاندهي افکار له اسلام سره نزدېکت لري او هغه ويلي وو چې د نړۍ د شيعه مسلمانانو له دريم امام حضرت امام حسين (ع) څخه يې زده کړي وو چې د ازادۍ لپاره څنګه وجنګيږي.
په دغو مراسمو کښې د ګاندهي د يو نيم سل کلنې زوکړې په مناسبت د دغو کتابونو او د بخارا نومې مجلې د خاصې ګڼې له مخکتنې وروسته د ډاک د يو ټېکت مخکتنه هم وشوه.