د ايران او پاکستان د تجارتي تعلقاتو پراختيا
(last modified Wed, 03 Oct 2018 08:31:39 GMT )
Oct 03, 2018 13:01 Asia/Kabul
  • د ايران او پاکستان د تجارتي تعلقاتو پراختيا

په پاکستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير پرون وويل، په تېرو څلورو مياشتو کښې د تهران او اسلام آباد د تجارتي تعلقاتو اندازه شپږ څلوېښت فيصده زياته شوې ده.

د ايرنا د رپوټ له مخې مهدي هنردوست د دې په بيانولو سره چې د پاکستان د نوي حکومت په راتلو سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي تعلقاتو په تېره بيا د بېنکونو ترمېنځ د ارتباط د زياتېدو په اړه خبرې اترې جدي شوې دي، زياته کړه، تهران او اسلام آباد کلکه اراده لري چې د دوو اړخيزو تعلقاتو په مضبوطېدو سره د سيمې حالات ښه کړي.

په پاکستان کښې د ايران سفير وويل، ايران او پاکستان دوه ګاونډي او مسلمان هېوادونه دي چې د يو بل مکملونکي او د يو بل د بازارونو د ضرورتونو پوره کونکي دي.

مهدي هنر دوست د دوو اړخيزو ملګرتياو مضبوطيه د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله او زياته يې کړه، مخې ته پراته اهداف او مقاصد د تهران او اسلام آباد په ملګرتيا سره نتجې ته رسېدې شي.

هنر دوست تاکيد وکړ، ايران او پاکستان د نورو هېوادونو ګواښونو ته بې له څه پامه خپل پخواني تعلقات مضبوطولې او ترې فائده اوچتولې شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهر يار آفريدي هم وړمه ورځ په ټولو ډګرونو کښې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تعلقاتو د مضبوطولو لپاره د دغه هېواد د حکومت د کلکې ارادې خبر ورکړے ؤ. شهريار آفريدي په دې باندې په تاکيد سره چې د پاکسان او ايران تعلقات دوستانه او همېشني دي واضحه کړه چې د پاکستان حکومت به کوشش وکړي چې د دواړو هېوادونو تعلقات له مخکې نه زيات پراخه شي.