ایران د ناټو د عمومي منشي ادعاؤ ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76991-ایران_د_ناټو_د_عمومي_منشي_ادعاؤ_ته_غبرګون_وښود
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د ناټو عمومي منشي له پکار دي چې د امریکې د یواړخیزپالو او خطرناکو سیاستونو او په خپلو نړیوالو ژمنو د ناټو د دغه غړي له نه پابندۍ اندیښمن وي.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Oct 04, 2018 05:21 Asia/Kabul
  • ایران د ناټو د عمومي منشي ادعاؤ ته غبرګون وښود

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د ناټو عمومي منشي له پکار دي چې د امریکې د یواړخیزپالو او خطرناکو سیاستونو او په خپلو نړیوالو ژمنو د ناټو د دغه غړي له نه پابندۍ اندیښمن وي.

ینس سټولټنبرګ پرون ادعا وکړه چې د ناټو غړي هیوادونه په سیمه کښې د ایران له بې ثباته کونکو اقداماتو اندیښمن دي او له دې چیلنج سره د مقابلې لپاره اطلاعاتي ملګرتیا کوي.

بهرام قاسمي بیګا د ایران خلاف د ناټو د سرمنشي د دې څرګندونو په غبرګون کښې وویل: ایران چې خپله د ترهګرۍ د سپيرې ښکارندې ترټولو ستر قرباني دی، د ځینو خاصو هیوادونو او د هغوي د انډیوالانو لخوا د جوړو شویو او روزل شویو ترهګرو ډلو خلاف له تبلیغاتي او نمایشي ائتلافونو سره سره  په سیمه کښې د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د ولکې په ختمولو کښې ډیر اغیزشیندونکی رول لوبولی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: د ناټو د سرمنشي د څرګندونو په اپوټه، په فارس خلیج او مینځني ختیځ کښې د ثبات په ټینګولو کښې د ایران رغنده رول د نړیوالې ټولنې سترې برخې تایید کړی او که له پیژندل شویو ترهګرو ډلو سره د ایران بې دریغه مقابله نه وی نو نن سبا به زیاتره اروپايي هیوادونه او ښارونه د ضرور ي امنیت خاوندان نه وو.

د ایران د خارجه وزارت ویاند همداشان د ایران د توغندوي پروګرام په هکله د ناټو د سرمنشي د ادعا په ردولو سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت میزائل پروګرام دفاعي ماهیت لري.

قاسمي څرګنده کړه: ایران د نړۍ د ټولو خپلواکو هیوادونو په شان د خپلې دفاع لپاره د متعارفو پوځي او دفاعي پروګرامونو د لرلو حق لري او دا ډول بې ځایه اندښنې څرګندول به د دفاعي توغندوي پروګرام او توان په ساتنې، پراختیا او پياوړتیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سیاست هیڅ اغیزه ونه کړي.