د خاشقجی دوسیه د امریکا او عربستان پلید هویت جوتوی
ایت ا... احمد خاتمی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی د دې خبرې په کولو سره چی د خاشقجی دوسیې د ال سعودو رژیم ستنې په لړزانه کړی دی ، زیاته کړه امریکا له ال سعودو په ډیرو زیاتو پیسو اخیستلو سره په لټه کې ده چی د خاشقجی په دوسیې برغولې کیږدوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د جمال خاشقجی بې درکه کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ دغه دوسیه په وژلې ، چورتالان او جنایت کی د امریکا او عربستان پلیت هویت په ډاګه کوی .
ایت ا... احمد خاتمی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی د دې خبرې په کولو سره چی د خاشقجی دوسیې د ال سعودو رژیم ستنې په لړزانه کړی دی ، زیاته کړه امریکا له ال سعودو په ډیرو زیاتو پیسو اخیستلو سره په لټه کې ده چی د خاشقجی په دوسیې برغولې کیږدوی .
ایت ا... خاتمی ټینګار وکړ د خاشقجی د دوسیې د جزیاتو جوتیدا امریکا او عربستان ته سخت ګوزار ورکوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز په میرجاوه کی د ایران د پوله ساتونکیو او ځای بسیجیانو په تښتولو کی د ترهه ګرو د اقدام په غندلو سره وویل پاکستان له ایران سره د ښه ګاونډیتوب د رعایتولو په ترڅ کې له ترهه ګرو سره د مبارزې لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکاروی .
ایت ا... خاتمی د حسینی اربعین د دستورو ترسره کیدا ته په اشارې سره د دغو دستورو په پرتمینو ترسره کیدا ټینګار وکړ .
د صفرې په ۲۰ نیټه چی د اکتوبر له دیرشمې نیټې سره برابره ده ، د کربلا په دښته کې د شیعیانو د دریم امام حضرت امام حسین علیه سلام اود هغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده چی په دغه ورځ له درستې نړۍ په میلیونونو زایرین د عراق کربلا ښار ته ورځی .