ایران د هندوستان له ولس او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړه
هندي چارواکو ویلي چې خلک د دوسهره جشن د کتلو لپاره د اورګاډي په پاټلۍ ولاړ وو چې جلندر ایکسپریس پرې راغی او ګڼ تماشه چیان یې لاندې کړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي بیګا د هند په شمال کښې په خلکو باندې د اورګاډي د ختو د پيښې له رامینځته کیدو د خواشینۍ په څرګندولو سره، د پیښې د قربانیانو له کورنیو او د هندوستان له ټول ولس او حکومت سره غمرازي وښودله.
د ویلو ده چې پرون مازیګر د هندوستان د شمال لویدیځ پنجاب صوبې په امرتسر ښار کښې یو اورګاډي په یو جشن کښې د ګډون لپاره راغونډي شوي کسان لاندې کړل چې په دغه غمجنه پیښه کښې لږترلږه ۵۰ تنه مړه او ۶۰ زخمي شول.
هندي چارواکو ویلي چې خلک د دوسهره جشن د کتلو لپاره د اورګاډي په پاټلۍ ولاړ وو چې جلندر ایکسپریس پرې راغی او ګڼ تماشه چیان یې لاندې کړل.