د ايران په خلاف د امريکائي – عربي محور پروپېګنډې
د ايران خارجه وزير له طالب ډلې څخه د ملاتړ په بهانه د ايران په خلاف د امريکې د خزانې د وزارت بائيکاټونه په استنبول کښې د سعوديانو د قساوت او سنګدلۍ په اړه له خبرونو څخه د عمومي ذهنونو د منحرفولو په چوکاټ کښې وبلل.
محمد جواد ظريف له طالبانو سره د امريکائي ډېپلومېټانو د محرمانه ليدنو کتنو په اړه په واشنګټن پوسټ کښې د خپلې مقالې په بيا خپرولو سره وليکل: واشنګټن په استنبول او ټول يمن کښې د سعوديانو د قساوت او سنګدلۍ په اړه له خبرونو څخه د عامه ذهنونو د منحرفولو لپاره سعودي ته د امريکې د خزانې د وزير له سفر سره په يو وخت ايران له ايراني ضدې طالب ډلې څخه د ملاتړ په بهانه تحريموي.
د تېرې نهې په ورځ هغه وخت چې د امريکې د خزانې وزير په رياض کښې موجود ؤ د خاشقجي د قتل په ماجرا کښې سعودي رژيم د دغه جنايت له جبې څخه رابهر کړي، بحرين او سعودي هم د امريکې له حکومت سره په غږملتيا سره د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر په خپل تش په نامه د ترهه ګرۍ په لېسټ کښې راوستۀ. دغه غږملے اقدام ښودنه کوي چې امريکائي- عربي محور کوشش کوي چې د خاشقجي د قتل په قضيه کښې د سعودي د وليعهد بن سلمان په خلاف د درنې تبليغاتي څپې په وجه د ايران په خلاف په پروپېګنډو سره په استنبول کښې له غېر انساني جنايت څخه عمومي افکار منحرف کړي.
د يو جرنلېسټ په قتل کښې د سعودي رژيم قرون وسطائي اقدام تر دومره حده د نړۍ عامه افکار ترتاثير لاندې راوستلي دي چې ورسره په يو وخت د امريکې او د دغه هېواد د انډيوالانو پروپېګنډې او شور او غوغا او غلط اېډرېس ورکول د سعودي په حکومتي ترهه ګرۍ پرده نه شي اچولې،هغه ترهه ګري چې يوازې په استنبول کښې د سعودي په کنسولګرۍ کښې د خاشقجي په قتل پورې نه محدوديږي او د يمن خلق هم له تېرو دريو کلونو څخه د سعودي رژيم د جاه طلبۍ قربانيان دي. هغه سخت زړۀ توب چې په دې ورځو کښې يې سعودي رژيم په استنبول او يمن کښې مرتکب کيږي له دغه ماشومان وژونکي رژيم څخه د امريکې نېغ په نېغه ملاتړ سره معنادار تعلق لري، يو داسې رژيم چې تيلي ډالر يې له داعش او جبهه النصره نه واخلې تر طالب او القاعدې ډلو پورې مختلفو ترهه ګرو ډلو ته ژوند ورکوي او د امريکې د ملاتړ ترسيوري لاندې عمل کوي.
له طالب ډلې او سعودي سره د امريکې ملګرتيا له ترهه ګرۍ سره د ملګرتيا په معنا ده او د دغې ملګرتيا مقصد هره ورځ د افغانستان او يمن د خلقو قتل عام دے. د طالب ډلې په وړاندې د امريکې ملاتړے سياست له چا نه پټ نه دے او دغه هېواد تل کوشش کړے دے چې له طالب ډلې څخه په افغانستان کښې د خپلو هدفونو په مخ بيائلو لپاره د يو ځواک په توګه ګټه اوچته کړي. په همدې لړ کښې د روسيې د خارجه وزارت وياندې مېرمن ماريا زاخارووا په دې وروستيو وختونو کښې وويل، «داسې شواهد موجود دي چې دا ښودنه کوي چې د امريکې د دفاع وزارت د طالب ډلې يو مالي ماتړے دے.»
هغه وخت هم چې د افغانستان په تېره بيا په غزني ولايت کښې د تېرو څو مياشتو امنيتي بدلونونه وڅېړل شي نو د دې ښودنه کوي چې طالبان د امريکې ترملاتړ لاندې د افغانستان له پائتخت سره نزدې په دغه ولايت کښې ځان ښودنه وکړه.
په همدې چوکاټ کښې په افغانستان کښې ځينې سياسي ټولنې دا باور لري چې: «په غزني ولايت کښې د طالب ډلې وروستۍ ځان ښودنه دغې ډلې ته د ځينو سيمو د حواله کولو په اړه د امريکې د طرحې د اجرا په معنا ده او د هغې سياسي لوبې ښودنه کوي چې د امريکې لخوا له طالب ډلې سره په پټه غږملتيا کښې رامنځته کيږي.»
په افغانستان باندې د امريکې له لښکر کشۍ څخه اولس کاله تېره شوي دي خو له امنيت او صلحې څخه هيڅ څه خبر نشته او دا د امريکې د دوه رنګه سياست ښودنه کوي چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه افغانستان ته ننوتله. په همدې لړ کښې افغان سياسي کارپېژاندے وحيد مژده باوري دے: « په افغانستان کښې د امريکايانود شتون بهانه له ترهه ګرۍ سره مبارزه وه خو اوس خپله د هغوي په اعتراف په دغه هېواد کښې له شلو نه زياتې ترهه ګرې ډلې فعالې دي؛ يو بل هدف چې امريکايانو مطرح کړے ؤ، له نشه ايزو موادو سره مبارزه وه، خو له ۲۰۰۱ کال څخه هر کال د نشه ايزو موادو کر او توليد زيات شوے دے.»
د افغانستان اوسنے ناامنه حالت او په دغه هېواد کښې د نشه ايزو مواد د توليد زياتېدل په افغانستان کښې د امريکې له سياست سره نېغ په نېغه تعلق لري چې له وسله والو او ترهه ګرو ډلو سره په ملګرتيا کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادعا کوي. په دې مېنځومان کښې د امريکائي – عربي محور شور او غوغا او پروپېګنډې به په افغانستان، يمن او استنبول کښې حقائق اپوټه ونه ښودلې شي او دا امريکه او د هغې انډيوالان دي چې په سيمه کښې تخريبونکې رول لري.
--------------