صهیونیسټان د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف اچولو په تکل کښې دي
د اسلامي ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیګا وویل: صهیونیسټ رژيم د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف اچولو او په اویا کلن غصب، تیري او د فلسطین د مظلومو خلکو په وژلې باندې د برغولي کښیښودو په لټه کښې دی.
مهر خبري آژانس لیکلي چې بهرام قاسمي عمان ته د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د سفر په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کښې، په دغه سفر باندې په نیوکې سره وویل: د ایران له نظره د سیمې اسلامي هیوادونو ته نه دي پکار چې د سپينې ماڼۍ تر دباؤ لاندې صهیونیسټي رژیم ته په سیمه کښې د نویو ستونزو او مصیبتونو د رامینځته کولو لپاره د تحرک فضا برابره کړي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند همداشان څرګنده کړه: په امریکا کښې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پړاؤ له پيلیدو څخه، د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې له غاصبانو سره د سفارتي اړیکو د سمولو لپاره پر اسلامي هیوادونو د د دباؤ او د صهیونیسټ رژيم د ناروا ګټو د ساتنې په لړ کښې په سپینې ماڼۍ کښې صهیونیسټي لابي له مخکښې زیاته فعاله شوې ده.
بهرام قاسمي همداشان وویل چې تاریخ او تجربه ښودنه کوي د امریکې او صهیونیسټي رژيم په وړاندې شاتګ او د هغوي د ناروا غوښتنو منل، دوي په سیمه کښې د لازیات پرمختګ او دباؤ او همداشان د فلسطیني ولس د حقو او جوتو حقوقو په ناڅه شمیرلو کښې لاسپين سترګې کوي.