د تهران – بغداد د تعلقاتو په پراختيا تاکيد
د ايران د ولسمشر وړومبي مرستيال چې د امام حسين (ع) د شهادت د اربعين يا څلوېښتۍ د پياده تګ مراسمو کښې د شرکت لپاره نجف اشرف ته لاړ دے پرون د عراق له ولسمشر برهم صالح سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې په ټولو زمينو کښې د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې اسحاق جهانګيري همدارنګ برهم صالح ته د عراق د نوي ولسمشر په توګه د مبارکۍ په ويلو سره هغه ته د ايران د سفر بلنه ورکړه.
برهم صالح هم په عراق کښې د حسيني (ع) اربعين په زائرينو کښې د ايران د ولسمشر د وړومبي مرستيال په شتون د خوښۍ څرګندونه وکړه.
صالح وويل، عراقي حکومت او چارواکي د اربعين د مراسمو په ډېر ښه ډول نمانځلو سره مرسته خپله دنده او وياړ بولي.
د عراق ولسمشر همدارنګ دې ته په اشارې سره چې ايران او عراق دوه ګاونډي او دوست هېوادونه دي زياته کړه، دواړه هېوادونه له يو بل سره تاريخ تعلقات لري چې پکار دي دغه تعلقات لا زيات شي.
ايران او عراق په سيمه کښې له مهمو اقتصادي انډيوالانو څخه دي.