هند له ایرانه د روپیو په بدل کښې تیل اخلي
د هندوستان د تیلو وزیر د دغه هیواد په روپیو، د ایران د تیلو د پیرلو خبر ورکړی دی.
ایرنا لیکلي چې درمندر پرادهان پرون وویل: په روپیو سره د تجارت د مکانزم د راژوندي کولو په لاره کښې به له ایران سره ډیر زر یوه مصوبه لاسلیک کړو چې پکښې به نوی ډیلی له تهران سره د تجارت لپاره د روپیو د روپیو د ورکړې مکانزم وکاروي.
خبر زیاتوي چې د هندوستان په پارلیمان کښې د دې مصوبې متن بشپړ کړی شوی او تمه کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کښې به تصویب شي.
پرادهان له ایران سره تاریخي، کلتوري او تمدني اشتراکاتو ته په اشارې سره وویل: د هندوستان اقتصادي ګټې د ایران په شمول د سیمې په هیوادونو پورې پيئلې دي او د نوي ډیلي حکومت به له ایرانه د تیلو د پيرلو په هکله یوه هراړخیزه کړنلاره وکاروي.
د هندوستان مرکزي بانک هم په دغه هیواد کښې د ایران د پاسارګاد بانک د څانګو له پرانیستلو سره موافقه کړې ده.