دامریکا دزور وینې پړاو اوس پاې ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77810-دامریکا_دزور_وینې_پړاو_اوس_پاې_ته_رسیدلی_دی
زمونږ خبریال وایی د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله«محمد علی موحدی کرمانی »دایران پرضد دامریکا اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د ولسمشر ټرمپ په شمول ددغه هیواد چارواکی باید پوه شی چې د زوروینې پړاو پاې ته رسیدلی دی او امریکا ورځ تر بلې څنګ ته کیږی او خلک تر نفرت کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2018 10:59 Asia/Kabul
  • ظالم او کافر سره مقابله دنړۍ خلکو ته د حسیني اربعین په مراسمو کښې دګډون کونکو خلکو ترټولو مهم پیغام دی .
    ظالم او کافر سره مقابله دنړۍ خلکو ته د حسیني اربعین په مراسمو کښې دګډون کونکو خلکو ترټولو مهم پیغام دی .

زمونږ خبریال وایی د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله«محمد علی موحدی کرمانی »دایران پرضد دامریکا اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د ولسمشر ټرمپ په شمول ددغه هیواد چارواکی باید پوه شی چې د زوروینې پړاو پاې ته رسیدلی دی او امریکا ورځ تر بلې څنګ ته کیږی او خلک تر نفرت کوی .

هغه په دې خبرې سره چې نن سبا د سیمې له څو عربو رژیمونو پرته بل هیڅ هیواد دامریکا دسیاستونو ملاتړ نه کوی وویل اروپایی هیوادونه چې د امریکا اصلی متحدان دی اوس نه یوازې د واشنګټن د سیاستونو پیروۍ نه کوی بلکې د یوشمیر لارو چارو په لټولو سره د امریکا له اقداماتو سره مقابله کوی .

ایت الله موحدی کرمانی په دې خبرې ټینګار سره چې د امریکا د صهیونیسټ رژیم او د سعودی عربستان د رژیم د مشرانو برخلیک دړې وړې کیدل دی وویل دسعودی عربستان په ال سعود رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د عربستان  دجنایت ښکاره کیدا دنړۍ ټولو خلکو ته د عربستان  درژیم حقیقی څیره وروښودله .

د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله موحدی کرمانی په یمن د سعودی عربستان د حملو دوام ته په اشارې سره وویل سعودی عربستان د امریکا په ملاتړ سره دیمن په میلیونو خلک کلابند کړی دی او ددغه هیواد خلک وژنی .

هغه په نایجریا کښې په حسینی ع ماتمیانو د عسکرو حملو ته په اشارې سره چې د لسګونو کسانو د شهدیدا او ژوبلیدا سبب شوې وویل د نایجریا حکومت او حسینی ماتمیان باید له سوله ایزو لارو یوه (۱())تفاهم ته ورسیږی .

د تهران دجمعې لمانځه موقته امام په دې خبرې سره چې په عراق کښې د حسینی ع اربعین په لاریون کښې دنړۍ د بیلابیلو هیوادونو د میلیونونو زیارتوالو  ګډون یو(۱)مهم  پیغام لری وویل له ظالم او کافر سره مقابله دنړۍ خلکو ته د حسینی اربعین په مراسمو کښې دګډون کونکو خلکو ترټولو مهم پیغام دی .