د سپینې ماڼۍاقدامات دتهران دچلند دبدلولولپاره دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77996-د_سپینې_ماڼۍاقدامات_دتهران_دچلند_دبدلولولپاره_دی
دامریکا ولسمشر له دې مخکې ژمنه کړې وه چې د بندیزونو د دوهمې مرحلې په پیلیدا سره به دایران دتیلو صادرات تر صفره ورسوی . د روسیې ،اروپائی اتحادئې چین پشمول دایران دتیلو اخستونکو ټینګار کړی،چې دامریکا بندیزونو ته له پامه پرته به له ایران سره تجارتی مبادلاتو ته دوام ورکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 09, 2018 01:32 Asia/Kabul
  •   د سپینې ماڼۍاقدامات دتهران دچلند دبدلولولپاره دی

دامریکا ولسمشر له دې مخکې ژمنه کړې وه چې د بندیزونو د دوهمې مرحلې په پیلیدا سره به دایران دتیلو صادرات تر صفره ورسوی . د روسیې ،اروپائی اتحادئې چین پشمول دایران دتیلو اخستونکو ټینګار کړی،چې دامریکا بندیزونو ته له پامه پرته به له ایران سره تجارتی مبادلاتو ته دوام ورکړی .

زمونږ خبریال راپورراکړ د امریکا خارجه وزیر  مایک پمپئو  پرون مازدیګر  له بی بی سی خبری چینل سره په  مرکې کې په ښکاره ګډووډو خبرو  کې   پر ایران د لازیاتو دباؤنو  په اچولو په ټینګار  سره ووئیل ، چې   دایران په ضد  په بندیزونو کې  درمل او طبی  تجهیزات او شیان  نه شاملیږی .

  دمایک پمپئو  دغه ادعا په داسې حال کې ده چې     د انصاف نړیوال عدالت چې مرکز ئې په هیګ کې دی ،  داکتوبر په دریمه نیټه   د طبی تجهیزاتو، درملو ،خوراکی موادو پشمول  دانسان دوستۍ  شیانو په باب  د ایران په ضد  دامریکا د بندیزونو په دلیل  دواشنګټن په ضد فیصله  کړې  ده .

 دامریکا خارجه وزیر  ددغې مرکې په دوام کې  نه دی توانیدلی،ددغه هیواد د ایرانی ضد بندیزونو سره دامریکا داروپائی  متحدانو  د نه ملګرتیا او  جدی اختلافات پټ کړی  او  دډونالډټرمپ   دبندیزونو په باب  شاتګ ئې داسې وبریښوۀ، چې امریکا   اتو هیوادونو ته موقتی اجازت ورکړی،څو هماغه راز له ایرانه تیل واخلی،خو بندیزونه به په راتلونکی کې لازیات شی.