په نړۍ کښې د امریکې قدرت په کمیدو دی
(last modified Fri, 09 Nov 2018 10:10:20 GMT )
Nov 09, 2018 14:40 Asia/Kabul
  • په نړۍ کښې د امریکې قدرت په کمیدو دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: په نړۍ کښې د امریکې طاقت په کمیدو او له دغه هیواده د نړۍ د ولسونو کرکه په زیاتیدو ده.

حجت الاسلام کاظم صدیقي د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې، په تهران کښې د امریکې د جاسوسي ځالې د تسخیر کلیزې او د لړم د یارلسمې نیټې لاریون ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کښې په وړومبي ځل د امریکې لويي تر پوښتنې لاندې راوستله او د نړیوال قدرت په توګه د دغه هیواد هیبت او دبدبه ختمه شوه.

د تهران د جمعې لمانځه موقته امام همداشان د ایران د ولس خلاف د امریکې څلویښت کلنو ګواښونو او بندیزونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغه ظالمانه بندیزونه په اقتصادي، علمي، پوځي او سیاسي ډګرونو کښې د ایراني ولس د خودکفایۍ سبب شوي او په عین حال کښې یې د ایران د سیمه ایز نفوذ زمینه زیاته کړې ده.

کاظم صدیقي په دې خبرې سره چې امریکې په تیرو څلویښتو کالو کښې د ایران له ولس سره په مقابله کښې تل ماتې خوړلې ده، څرګنده کړه د ایران خلاف د امریکایانو تبلیغات نوره نو اغیزه نه لري او اوس له امریکې نړیواله کرکه په پراخیدو ده.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د بحرین د الوفاق اسلامي جمعیت د عمومي منشي شیخ علي سلمان خلاف د آل خلیفه رژيم د محکمې د حکم په غندلو سره یې، دا موضوع د آل خلیفه رژيم په کړنلارې کښې یوه توره پاڼه وبلله.

هغه د یمن د خلکو د ځپل کیدو په وړاندې د نړیوالو ټولنو په چپتیا هم نیوکه وکړه.

 

ټیګونه