ایران د عراق په تکریت کښې ترهګره حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78249-ایران_د_عراق_په_تکریت_کښې_ترهګره_حمله_وغندله
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د عراق په تکریت کښې د شوې ترهګرې حملې په غندلو سره د دغه هیواد له حکومت او ولس او یادې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2018 02:20 Asia/Kabul
  • ایران د عراق په تکریت کښې ترهګره حمله وغندله

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د عراق په تکریت کښې د شوې ترهګرې حملې په غندلو سره د دغه هیواد له حکومت او ولس او یادې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

بهرام قاسمي څرګنده کړه: د تکفیري ترهګرو پاتې شوني چې د عراق د خلکو په مقاومت سره یې خپل موقعیت او مرکزونه بایللي دي، د ړندو ترهګرو او چاودونکو عملیاتو سره په عراق کښې د ناامنۍ د القا کولو او د دغه هیواد له مقاومو خلکو څخه د غچ اخیستو په لټه کښې دي چې البته له ترهګرۍ سره په مبارزې او د دغې سرطاني غدې په جرړه ایستو کښې د عراق د حکومت او ولس په هوډ او اراده کښې به هیڅ خنډ رامینځته نه کړی شي.

د ویلو ده چې پرون مازیګر د عراق د شمال د صلاح الدین ولایت په تکریت ښار کښې د یو بم ایښودل شوي ګاډي په چاودنه کښې ۶ تنه وژل شوي او ۱۶ نور زخمي شول.