په ننګرهار کښې د حضرت محمد ص د زوکړې مراسم وشول
-
کفري طاقتونه دا مهال په افغانستان کښې مذهبي جګړو ته لمن وهي او غواړي د شیعه او د سني ترمینځ تفرقه واچوي .
زمونږ خبریال وایی د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیمکرغه زوکړې مراسم د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کښې د پوهنې د ریاست لخوا ترسره شول .
د پوهنې مشر حسیب الله شینواری په مراسمو کښې ګډونوالو ته وویل د بشریت ستر لارښو حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ښوونکی په توګه نړۍ ته رالیږل شوی دی او مونږ ټولو ته چې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوو او د پیغمبر وارثانو ته ضروری ده چې خپل نسلونه د پیغمبر د اخلاقو په روحیه وروزو .
هغه دغه راز په خپلو زده کونکو هم ټینګار وکړ چې د بشریت ستر لارښود حضرت محمد (ص )په پاکوالی ټینګار کړی دی او هغه یې دایمان برخه ګڼلی ده تاسو هم دخپل ځان او د چاپیریال د پاکوالی خیال وساتئ.
د پوهنې مشر حسیب الله شینواری زیاته اسلام د سولې او د ورورولۍ دین دی او حضرت محمد ص هم په یووالی ټینګار کړی دی .
هغه وویل کفری طاقتونه دا مهال په افغانستان کښې مذهبی جګړو ته لمن وهی او غواړی د شیعه او د سنی ترمینځ تفرقه واچوی .