دمسلمانانو وحدت د اسلام ماهیّت او د علامه اقبال تفکر دی
په پاکستان کې دایران سفیر وئیلی، علامه اقبال داسلام دپاک دین په دستوراتو عمل دنړۍ د مسلمانانو دنجات یوازینۍ لاره بلله او د علامه اقبال دخبرو په استناد ، داسلام ددین په تعلیماتو په عمل سره مسلمانان دلویدیځی نړۍ په وړاندې خپل مشکلات حل کولی شی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنر دوست پرون دپاکستان په اسلام اباد کې د ماډرن ژبو په ملی پوهنتون (NUML) کې داسلامی ټولنې د ماډرنولو لپاره د علامه اقبال تفکراتو نومې نړیوال سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئیل اقبال لاهوری داسلامی نړۍ یو داسې روڼ انده او ستر متفکر شخصیت دی چې دهغه لیدتوګې د ا وسنی او راتلونکو نسلونو لپاره ستر د رس دی .
مهدی هنردوست د مسلمانانو اتحاد او یووالی داسلام دپاک د ین ماهیّت وبالۀ او وې وئیل ، دا مهم اصل د یوه پاکستانی متفکر په توګه دعلامه اقبال لاهوری په لیدتوګو کې له ورایه ښکاره دی .
په پاکستان کې دایران سفیر وئیلی، علامه اقبال داسلام دپاک دین په دستوراتو عمل دنړۍ د مسلمانانو دنجات یوازینۍ لاره بلله او د علامه اقبال دخبرو په استناد ، داسلام ددین په تعلیماتو په عمل سره مسلمانان دلویدیځی نړۍ په وړاندې خپل مشکلات حل کولی شی .
مهدی هنر دوست همداراز داسلامی امت ترمینځ ددرز اونفاق لپاره د دښمنانو ددسیسو په بیانولو سره ووئیل ، په مسلمانو هیوادونو کې لازیات موجوده مشکلات دیوې سناریو په عنوان سره لیکل شوی دی . هغه د دښمنانو ددرز او اختلاف اچونکو دسیسو په وړاندې دمسلمانانو داتحاد او پیوستون په ضرورت باندې په ټینګار سره ووئیل داسلامی امت ترمینځ په اختلافاتو په اوسنۍ نړۍ کې په مسلمانو هیوادونو کې د درز اوتفرقې شاهدان یوو چې داسلامی امت ډیره ستره بدبختی ده . باید دخپلو متفکرانو په خبرو او کړنو عمل خپل لومړنی مسئولیّت وګڼو.