د انتفاضې دوام د صهیونیسټ رژیم د زوال لپاره ګام دی
-
دصهیونیسټ رژیم ظلمونه د فلسطین خلکو ته ثابتوي چې امریکا د مقاومت په جبهې دباو سره غواړي خپلو هدفونو ته ورسیږي .
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی نن د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا په غوندې کښې وویل دامریکا دپیړۍ د معاملې پلان د مقاومت د دوام په لړ کښې د انتفاضې په مقابل کښې د فلسطین د ایډیل د هیرولو زمینه او د صهیونیسټ رژیم د زوال لپاره یو(۱) ګام دی .
هغه نن وویل نړیوال صهیونیزم او عرب مرتجع حکومتونه د فلسطین په مسلې د برغولی د کیښودلو او د امریکا دپلان دتحقق هڅه کوی خو د صهیونیسټ رژیم د ماتی نښې نښانې ښکاره شوی دی .
هغه ډاګینه کړه د دغه بریالیتوب اغیزونو د فلسطین د غزې تړانګې په جنګ کښې ځان وښود چې صهیونیسټ رژیم په اتوڅلویښتو(۴۸) ساعتونو کښې ماتی وخوړله .
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل دصهیونیسټ رژیم ظلمونه د فلسطین خلکو ته ثابتوی چې امریکا د مقاومت په جبهې دباو سره غواړی خپلو هدفونو ته ورسیږی خو د مسلمانو علماو او دخلکو مقاومت خپلو هدفونو ته دامریکا د رسیدا خنډ کیږی .