لاريجاني: اسلام آباد دې د ايراني پوله ساتونکو د ازادولو اقدام وکړي
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر پرون مازيګر په تهران کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ د مشر اسد قېصر په کتنه کښې له اسلام آباده وغوښتل د ايراني پوله ساتونکو د ازادولو لپاره دې اقدام وکړي.
د ايرنا د رپوټ له مخې ډاکټر علي لاريجاني د دې په بيانولو سره چې ترهه ګرې ډلې د سيمې هېوادونو ته د زيان رسولو سبب شوې دي تاکيد وکړ،ايران او پاکستان پکار دي له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې لا زياتې ملګرتياوې ولري.
د تېر اکتوبر د مياشتې په پينځلسمه د ګل د ورځې په ماښام دولس ايراني پوله ساتونکي چې د ايران د ميرجاوې په زيرو پوائنټ سيمه کښې د څارنګې په پوستې کښې پراته وو د ترهه ګرو ډلګيو لخوا وتښتول شول او د پاکستان خاورې ته منتقل کړې شول. تراوسه د دواړو هېوادونو د صلاح مشورو او هلو ځلو په نتيجه کښې پينځه تښتول شوي پوله ساتونکي آزاد او ايران ته ستانۀ شوي دي.
د ايران د اسلامي شورا مشر په دغه کتنه کښې همدارنګ د ايران او پاکستان تاريخي او دوستانه تعلقاتو ته په اشارې سره واضحه کړه، ايران د اقتصادو په شمول په ټولو برخو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے دے.
د پاکستان د قومي اسمبلې سپيکر هم په دغه کتنه کښې د دوو دوستو او وروڼو هېوادونو په توګه د ايران او پاکستان تعلقات ډېر نزدې او له مينې ډک وبلل او څرګنده يې کړه پاکستان له ايران سره په خپلو تعلقاتو وياړ کوي.
اسد قېصر په دوام کښې وويل، اسلام آباد هم له تهران سره د خپلو تجارتي تعلقات زياتول غواړي، هغه همدارنګ د چابهار ترهه ګريزه حمله وغندله او واضحه يې کړه، پاکستان د ترهه ګرۍ د جرړو د وېستلو غوښتونکے دے.
اسد قېصر له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د ايران، افغانستان، پاکستان، ترکيې، چين او روسيې هېوادونو د پارلېماني مشرانو په دويم کانفرنس کښې د ګډون لپاره تهران راغلے دے. دغه کانفرنس نن د کېدو په حال کښې دے.