د ایران د لیندۍ د ۱۷ نیټې ځینې ورځپاڼۍ
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار ډاکټر ولایتی د چابهار ترهګره حمله وغندله او ویې ویل د دې اقدام ترسره کونکي او ملاتړي دې د ایران د اسلامي جمهوریت د سختې څپیړې په تمه ووسي
جمهوری اسلامی
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار ډاکټر ولایتی د چابهار ترهګره حمله وغندله او ویې ویل د دې اقدام ترسره کونکي او ملاتړي دې د ایران د اسلامي جمهوریت د سختې څپیړې په تمه ووسي
امریکا په ملګرو ملتو کې له امریکا د فلسطین له مقاومته ستره ماته وخوړه .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلی دی نور د امریکا د کرایې ټوپک مار نه یو . عمران خان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه مرکه کښې وویل: اسلام آباد د خپل هیواد خلاف د واشنګټن دباؤنو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او هغه کار کوي چې د پاکستان د خلکو په ګټه وي.
عمران خان زیاته کړه کوم جنګ چې امریکا په تیرو اولسو کلونو کښې په افغانستان کښې پيل کړی او جاري یې ساتلی دی، پاکستان ته یې داسې سخت تاوانونه رسولي دي چې جبیره کیدل یې ډیر ګران دي.
د پاکستان لومړی وزیرهمداشان ټینګار وکړ چې امریکایان د پيسو په ورکولو سره اسلام آباد هغه نیابتي جنګ ته نه شي مجبورولې چې پکښې پاکستاني پوځیان د هغوي لخوا وجنګیږي.
عمران خان همداشان د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هغو څرګندونو نیوکه وکړه چې پکښې یې پاکستان د ترهګرۍ مرکز بللی وو.
د امریکا د سنا طرحې بن سلمان د خاشقجی په بوږنونکی وژله کې شریک معرفی کړ خو سپینه ماڼۍ هماغه راز د بن سلمان ملاتړ کوی .
کیهان ورځپاڼه
د ایران د پولیسو د دوو شهیدانو سرشیندنې او ځیرتیا د چابهار ترهه ګره حمله ناکامه کړه .
د یاران د ولسمشر لومړی مرستیال جهانګیری ویلی دی د خپلو توغندیو د واټن د ټاکلو لپاره له هیچا اجازه نه غواړو .
رای الیوم ورځپاڼه لیکی سید حسن نصر ا... سم ویل چی اسراییل د جلاګی له کوره هم سست دی .
د کابل د انتخاباتو نتیجې د پراخو درغلیو په وجه باطلې شوې . خو د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د شکايتونو د کميشن هغه پريکړه رد او غیر قانونی وبلله چې له مخې يې د کابل د ولسی جرګې ټاکنو ټولې رايې باطلې اعلان شوې وې
بلومبرګ لیکی چی قطر احتمالا له اوپک وروسته د فارس خلیج له ملګرتیا شورا هم ووځی .
د ال خلیفه رژیم او ال سعودو په بحرین کی ۳۸ جوماتونه ړنګ کړی دی .
ایران د اوپک په تیلی جنګ کې بریالې او د امریکا استازې خالی لاس ستون شو .
واشنګټن پوسټ په ډاګه کړه چی ټرمپ له اولسمشر کیدا وړاندې هم ال سعود لیشل .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل د ایراني ولس خلاف د امریکا ټولو دسیسو تراوسه ماتې خوړلې ده او دا هیواد د زوال او نابودۍ په لاره روان دی . آیت الله محمد علي موحدي کرماني د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې، د محصل ورځې او په ۱۹۵۳ کال کښې د پهلوي رژیم لخوا د ایراني محصلینو په وژله کښې د امریکې رول ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکې له پخوا راهیسې د ایران د ولس خلاف په ټولو جنایتونو کښې یا نیغه په نیغه او په غیرمستقیمه توګه لاس لرلی دی او دا هغه هیواد دی چې د ځايي امریکايي سور پوستو په نسل وژنې سره جوړ شوی دی.
د تهران د جمعې موقته امام د جاپان په هیروشیما او ناکازاکي ښارونو د ایټمي بمبارۍ او په عراق کښې د ابوغریب او همداشان په ګوانتانامو جیل کښې د امریکې جنایتونو ته اشاره وکړه او څرګنده يې کړه: دا جنایتونه په داسې حال کښې دي چې امریکا لاهم ځان په نړۍ کښې د بشري حقوقو او ډیموکراسۍ مدعي او مدافع بولي.
آیت الله موحدي کرماني وویل: د ایران خلاف د امریکې له ټولو دسیسو او خباثتونو سره سره، واشنګټن د ایران د ولس په وړاندې د ماتې خوړلو ریکارډونو جوړ کړل او د بندیزونو د زیاتولو په شمول د ایراني ولس خلاف د امریکې وروستۍ دسیسې هم له ماتې سره مخ شوې.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان د یمن کړکیچ د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د امریکې او لویدیځ لپاره یو سخت ازمیښت وباله او زیاته یې کړه: د آل سعود رژیم او د سیمې د ځینو عربو هیوادونو لخوا د یمن د خلکو بې رحمانه وژلې وښودله چې له بشري حقوقو د امریکې او لویدیځ د ملاتړ ادعا تش دروغ او دوکه ده.
اطلاعات
د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی ویلی دی چی امریکا داعشیان افغانستان ته انتقال کړی دی .
د ایران د چابهار ترهه ګره حمله په نړیواله سویه وغندل شوه .
د اوپک او غیر اوپک غړیو د یو اعشاریه دوه میلیون بیرلو تیلو د تولید د کمولو لپاره موافقه وکړه چی دا د ایران بریالیتوب اودامریکا ماته حسابیږی .
له ایران سره د اروپا مالی کانال په مرغومی یا جدی میاشتې کې پرانستل کیږی .
د روسیې ولسمشر پوتین ویلی دی له وینزویلا تسلیحاتی او مالی ملاتړ کوی او د روسیې دفاع وزیر هم ویلی دی چی وینزویلا ته جنګی الوتکی او بیړۍ ولیږی .
واشنګټن پوست لیکلی دی سعودی رژیم د ستمبر د ۱۱ نیټې په حملو کې د عربستان د رول د پټولو لپاره ټرمپ ته کلنګ ورکړی وو .
د یمن د سولې خبرې په سویډن کې له دوو کلونو وروسته له سره پیل شوی دی .
د ناټو عمومی منشی وایی په افغانستان کی جنګ نوره کومه معنا نلری .
ملګرو ملتو په میانمار کښې د روهینګیا کډوالو په کمپونو کښې له کړکیچنو حالاتو اندیښنه ښودلې ده .
په انګلستان کښې د ایران سفیر د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د غندنې لپاره د امریکې له وړاندیزي پریکړه لیک سره د ملګرو ملتو مخالفت د امریکې او صهیونیسټي رژيم لپاره یوه سخته ماتې وبلله. د امریکې حکومت پرون هڅه وکړه چې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې هغه پریکړه لیک تصویب کړي چې له مخې یې د صهیونیسټانو خلاف د حماس اقدامات وغندي خو دې پریکړه لیک د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له دریو څخه دوه برخه راې ترلاسه نه کړی شوې.
په انګلستان کښې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: په ملګرو ملتو کښې د امریکې استازې نکي هیلی له دې مخکښې ویلي وو چې د ملګرو ملتو په هکله هیڅ نه پوهیږي او هدف یې یوازې د اسرائیلو د رژیم دفاع ده.
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په اووه دیرشمه جمعه د ۳۳ فلسطینیانو د زخمي کیدو خبر ورکړ
د افغانستان چارواکي وايي چې د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې څلور افغان عسکر وژل شوي دي.