د ایران د لیندۍ د ۲۱ نیتې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78871-د_ایران_د_لیندۍ_د_۲۱_نیتې_ځینې_مطبوعات
د ایران د درستو روځپاڼو په شان کیهان ورځپاڼۍ هم د خراسان جنوبی ولایت د شهیدانو د کنګرې له چاروالو سره په کتنه کې د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای دغو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی شهیدان په خپل ژوند کې په ځان او نن په خپل معنویت سره د هیواد او اسلام له هویته دفاع کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2018 08:36 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۲۱ نیتې ځینې مطبوعات

د ایران د درستو روځپاڼو په شان کیهان ورځپاڼۍ هم د خراسان جنوبی ولایت د شهیدانو د کنګرې له چاروالو سره په کتنه کې د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای دغو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی شهیدان په خپل ژوند کې په ځان او نن په خپل معنویت سره د هیواد او اسلام له هویته دفاع کوی .

 

کیهان

 

د ایران د درستو روځپاڼو په شان کیهان ورځپاڼۍ هم  د خراسان جنوبی ولایت د شهیدانو د کنګرې له چاروالو سره په کتنه کې د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دغو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی شهیدان په خپل ژوند کې په ځان او نن په خپل معنویت سره د هیواد او اسلام له هویته دفاع کوی .

د رهبرۍ ستر مقام  دغه ولایت  د  عالمانو پالونکی  او  دمومنو انسانانوراپنځونکی  ولایت وبالۀ او  دسالامی انقلاب په غورځنګ او  سپیڅلی دفاع کې  د دغه ولایت د خلکو  د ولولناک او اغیزمن شتون   دمخینې په قدرونې سره  وفرمائیل ،  اوسمهال   دشهیدانو درنښت تر ټولو ښه او غوره کار دی  او هیواد  ورته اړتیا لری .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز  په معنوی مسئلو کې  دد ښمنانو ډیرو یرغلونو ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  البته   په درست اسلامی ایران کې  داسلامی انقلاب  رودې محسوسې دی  او  د دغو رودو  او کړنو  په پراختیا او په دې باب په هڅو سره به په معنویاتو  د دښمن  په یرغلونو او   هم  د سخت جنګ په څیر  په یرغلونو کې  ماته وخوری .

د فرانسي ولسمشر ماکرون وویل د شرایطو دښه کولو لپاره هڅه کوو خو د زیړو جیکټونو کسان وایی د ماکرون خبرې چټیات دی او دوکه ترې نه خورو .

د یمن ، فلسطین ، عراق او لبنان عالمانو  له اسراییلو سره د اړیکو عادی کول  حرام وبلل .

د رای الیوم ورځپاڼه لیکی چی وروستۍ خبره به د حزب ا... توغندی کوی او د نتانیاهو سونګه به په خاورو وموګی .

د عراق د هوایی ځواک قوماندان وویل بغداد ته د داعش په نږدې کیدا سره ټول وتښتیدل ، ایرانې یوازنې هیواد وو چی پاتې شو او مرسته یې وکړه .

د عرفات سلاکار په ډاګه کړه چی د یاسر عرفات د ترور نقشه شارون ، بوش او سعودی عربستان پلان او اجرا کړه .

په تیرو اتو میاشتو کې پاکستان ته دایران صادرات زیات شوی دی

په قران او اهل بیتو تکیه کول دبې لارې توب مخه نیسی . د اسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې مشر علی  اکبر ولایتی په تهران کښې د دغه نړیوالې غونډې د پاې په مراسمو کښې په اسلامی ټولنه کښې د اختلافاتو او دتفرقو د ختمولو پرضرورت ټینګار سره وویل ددغو بې لارې توبونو د مخنیوی لپاره باید  سنی امریکایی او دشیعه انګلیسی په شان له  انحرافاتو چې په اسلامی نړۍ کښې رامینځته شوی دی لیرې شو او په الهی پړی توسل سره د اهل بیت علیه السلام د مینې په لارې ورسیخ شو .

 

جمهوری اسلامی

 نوموړی ورځپاڼۍ په خپله ننۍ ګڼه کې د نورو مطلبونو تر څنګ د حضرت عبد العظیم حسنی د نیکمرغه زوکړې مبارکی ویلی ده .

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د خراسان جنوبی د شهیدانو کنګرې ته په پیغام کی وفرمایل نن هیواد د شهیدانو درنښت ته اړتیا لری .

د ایران د اطلاعاتو وزیر وایی د چابهار د ترهه ګرې حملې هدف د سیمې اقتصاد ته ګوزار ورکول وو .

د ایران خارجه وزیر ظریف د ایران د توغندوی ازمښت په غبرګون کی وویل د ازمښت لپاره هیڅ بندیز نلرو .

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی وویل دایران دتیلوصادرات دامریکاله بندیزونو وروسته هم دوام لری . دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی  د درو واړو قواؤ د مشرانو له غونډې وروسته  په یولړ څرګندونو کې  وویل ،  دنومبر له څلورمې وروسته هم چې  امریکایان ئې  ډ یر په تمه وو ، څو  دایران په اقتصاد کې د ګډوډیو شاهدان  شی ،  اقتصادی  فعالانو او ولس  داسې عمل کړی ، چې  شرائط  دامریکا په تاوان بدل  کړی .

 ډاکټر روحانی ووئیل  امریکایانو هڅه کړې ، څو  دایران  په ضد دبندیزونو د دوهمې مرحلې له اجرا کیدا وروسته ،  بیروزګاری ، اقتصادی مشکلات او دبازار  مسئلې په یوه بل ډول ووینی ، خو   د ایران د ولس په ملتیا ، د ملی بانک او  اقتصادی  مسئولانو کړ چار ته په پام سره آرامښت زیات شوی او او درستې هلې ځلې  د دغه آرامښت  د دوام لپاره  اوړیدلی دی څو د ولس  مشکلات کم شی .

 داسلامی ا یران ولسمشر روښانه کړې،سږکال  په تیرو اتو میاشتو کې  دصادراتو بهیر،دتیر کال په پرتله   ښه پرمختګ کړی او صادرات هم څه دپاسه دیارلس فی صده زیات شوی دی .  هغه ددې  خبرې په کولو سره چې  امریکایانو  دایران دتیلو دبندیز په زمینې کې  ناکام شوی دی ، زیاته کړې ، امریکایانو داوپک موسسې په غونډې کې هم هڅه کړې ، اوپک  دتیلو تولید کم نه کړی ، او ثابت پاتې شی ، خو  دغړو په فیصلې سره  دتیلو تولید کم شو .

  داسلامی ایران  ولسمشر  د درو واړو قواؤ په نننۍ غونډې کې   دسیمه ایزو مسئلو  ارزونې ته په اشارې سره  ټینګار کړی ، خوځښتونه  دسیمې د ولس په ګټه دی  ، دیمن شرائط هم داسې دی ، چې   په دغه هیواد تیریګر  اوس احساس کوی ، دیمن له ولس سره له سولې پرته  بله لاره نه لری .

 دایران دمجریه قوې مشر زیاته کړې،په سورئې کې هم  شرائط   دلازیاتې سولې او آرامښت  په لور ځی  او دا،په سیمه ایزو موضوعګانو کې  داسلامی جمهوری نظام  د بریالیتوب  په معنا دی .

په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیره میرمن نیکی هیلی وایی امریکا حتی باید پاکستان ته یو ډالر هم ورنکړی .

د فرانسې د ولسمشر ماکرون شاتګ هم معترضین قانع نکړې شول .

د امریکا سی این این ټیلی ویژیونی چینل د خبرو سرچینو له  قوله راپور ورکړ چی د امریکا ولسمشر ټرمپ  له استیضاح کیدو اندیښمن دی .

د ترکیې خارجه وزیر چاوش اوغلو وویل د خاشقچی د قتل په اړه  مو د تحقیق لپاره له ملګرو ملتو سره خبرې اترې پیل کړی دی .

اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی  د انقلاب فرهنګی شورا په غونډه کی  وویل د هیواد علمی قدرت د ملی ویاړ سبب کیږی .

واشنګټن پوسټ لیکی  د امریکا د پارلیمان استازی له عربستان سره د امریکا په اړیکو کې بیا کتنه کوی .

صیهونیست رژیم وایی په سیمه کی سوله هغه وخت ټینګیږی  چی عربان یو ځل بیا له مونږه ویریږی .

طالبانو په افغانستان کی له سلفیت او وهابیت پیروی منعه اعلان کړه .

د پاکستان دخارجه چارو وزیر شاه محمود قریشی د افغانستان دکړکیچ دهواری لپاره د هند په شمول د سیمې دهیوادونو ملګرتیا ضروری وبلله .

ګوترش وایی ټول هیوادونه باید اټومی موافقه تضمین کړی . د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک اجرا ته په اړونده شپږم راپور کښې یوځل بیا اټومی تړون د څو اړخیزه ډیپلوماسۍ ترټولو مهمه بریا وبلله او له نورو نړیوالو او سیمه ییزو لوبغاړو یې وغوښتل د اټومی موافقې دوام تضمین کړی .

ګوترش په دغه راپور کښې چې ټاکل شوی ده د امنیت شورا په نن ورځې غونډې کښې مطرح شی په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی موافقې دملګروملتونو دامنیت شورا لخوا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې تائید شوی ده وویل دغه نړیوال تړون د نړۍ د ثبات دساتلو لپاره  ضروری دی .

دملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش په دغه راپور کښې دغه راز اټومی موافقې ته دایران د پاې بندۍ هرکلی وکړ .