پاکستان له ايران سره د تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے دے
په ايران کښې د پاکستان سفيرې وويل، اسلام آباد په اقتصادي او کتلوري زمينو کښې له تهران سره د تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې په تهران کښې د پاکستان سفيرې مېرمن رفعت مسعود پرون د ايران د اسلامي شورا د جرګې د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېشن د بهرنيو تعلقاتو د ډلې له مشر مرتضی صفاري نطنزي سره په کتنه کښې د دواړو هېوادونو د پارلېماني تعلقاتو د پراختيا په اهميت باندې په تاکيد سره وويل، په مختلفو برخو په تېره بيا په اقتصادي او کلتوري برخو کښې د ايران او پاکستان د ملګرتياو پراختيا ضروري ده.
مېرمن رفعت مسعود د ايران او پاکستان پوله ايزو بازارچيو د پرانېستو ضرورت ته په اشارې سره زياته کړه، د پوله ايزو بازارچيو پرانېسته او د ايران د چابهار او د پاکستان د ګوادر دوو بندرونو ترمېنځ ارتباط د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په پرمختګ کښې موثره دے.
مرتضي صفاري نطنزي هم په دغه کتنه کښې د ايران او پاکستان ترمېنځ ژورو تاريخي، ديني و کلتوري رشتو ته په اشارې سره له اسلام آباد سره د پراخو ملګرتيا او تعلقاتو او د تجربو د انتقالولو لپاره د تهران د چمتووالي څرګندونه وکړه.
صفاري نطنزي همدارنګ د ايران او پاکستان ترمېنځ د تعلقاتو وده د دواړو هېوادونو ترمېنځ د راکړې ورکړې د ودې زمينه برابرونکې وبلله او واضحه يې کړه، د ايران اسلامي جمهوريت له ګاونډي هېوادونو سره د هر اړخيزو تعلقاتو د پراختيا کلکه اراده لري.