د ایران د سلواغې د ۱۶ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80133-د_ایران_د_سلواغې_د_۱۶_نیټې_ځینې_مطبوعات
طالبان په ماسکو کې د افغان ډلو په غونډه کی ګډون کوی ، خو د کابل حکومت وایی چی د ماسکو غونډه خیانت ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2019 08:54 Asia/Kabul
  • د ایران د سلواغې د ۱۶ نیټې ځینې مطبوعات

طالبان په ماسکو کې د افغان ډلو په غونډه کی ګډون کوی ، خو د کابل حکومت وایی چی د ماسکو غونډه خیانت ده.

جمهوری اسلامی

 

د ایران په درستو ورځپاڼو کې نن سبا د سباوون لسیزې په ارتباط بیلا بیل مطلبونه او انځورونه لیدل کیږی ،جمهوری اسلامی هم په خپل لومړی مخ د هغو ورځو ډیر تاریخی انځورونه چاپ کړی دی  او په ورځپاڼه واکمنه فضا د انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزه فضا ده . په همدې لړ کې  یې د ایران د قضاییه قوې د  مشر له قوله لیکلی دی چی په سباوون لسیزه کی به کابو ۵۰ زره زندانیان وبخښل شی .

 

سردار سید یحیی رحیم صفوی وویل اسلامی نړۍ په دنیا کې د قدرت نوې مرکز دی . د ایران د ټولو قواود ستر مشر لوړرتبه سلاکار ښاغلی سردار سید یحیی رحیم صفوی وویل د سوچه اسلام په چورلیزتوب د اسلامی نړۍ د قدرت په توګه د قدرت یو نوې مرکز چی اسلامی انقلاب یې دودوی ، د بڼه غوره کولو په حال کی دی .

 

سردار صفوی په تهران کی د مهدویت او اسلامی انقلاب په لومړنۍ ملی غونډې کې زیاته کړه اسلامی نړۍ حاضر دمه د اومو تیلو ۷۵ فیصده سرچینې او د نړۍ د ګازو ۵۷ فیصده سرچینې په کنټرول کی لری  او یو میلیارډ او شپږ سوه میلیون نفوس لری .

ده جوته کړه د اسلامی فلسفې په اساس حرکت تل تکاملی دې ، په دې اساس د تاریخ حرکت د تکامل ، ودې ، ښه والی او په تیارې د نور د غلبې په لور دې .

 د عراق درستو چارواکو او شخصیتونو د ټرمپ د ایرانی ضد او لاسوهونکیو خبرو باندې سخت اعتراض وکړ .

 فایننشل ټایمز په یوه راپور کی لیکلی دی چی اروپا د ایټمی موافقې له امتیازاتو  د ایران  ګټه پورته کولو ته لیواله ده .

 

د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي وویل: د سترې شیطانې امریکا له دښمنیو سره سره د ایران اسلامي انقلاب له تیرو څلویښتو کلونو ټینګ دریدلی او په سیمه کښې یې سترې بریاوې ترلاسه کړې دي.

 

کیهان

 عراقیانو د ټرمپ د ایرانی ضد څرګندونو په غبرګون کی ویلی دی چی د امریکا لاس به غوڅ کړو .

د ایران د قضاییه قوې مشر ویلی دی د اسلامی انقلاب په څلویښت کلنې کلیزه کی به ۵۰ زره بندیان وبخښل شی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی ویلی دی ترهه ګر به خپلو سپیروهدفونو ته ونه رسی .ورځپاڼه په دې هکله په یوه مطلب کی لیکلی دی ښاغلی قاسمی  د عراق په بلد ښار کی د ایرانی زایرینو په بس له ترهه ګرې حملې د خواشینۍ په څرګندولو سره چی د یوشمیر ایرانیانو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوه ، دغه غیر انسانی اقدام وغنده .

قاسمی د نوموړی پیښې په اړه په بغداد کې د ایران د سفارت او خارجه وزارت د تعقیبونو په اعلانولو سره وویل په عراق کی ماته خوړلی او رد کړې شوی ترهه ګرې ډلې هماغه راز د خپل شتون توهم په سر کې پالی او په دغه ډول غیر انسانی جنایتونو سره په خپل ګومان د ایران او عراق د ملتونو ترمینځ وحدت ته په ګوزار ورکولو پسې دی .

ده زیاته کړه ترهه ګر به هیڅکله خپلو سپیرو هدفونو ته ونه رسی او دغه ډول غمیزې به د پاتې جنایتکارانو د بشپړه جرړه ویستلو لپاره د دواړو ملتونو هوډ نور هم  کلک کړی .وړمه د عراق په صلاح الدین ولایت کی د ایرانی زایرینو په یوه کاروان په ترهه ګره حمله کی یو کس شهید او نهه نور هم ژوبل شول .

په امریکا کی د بریښنا د غوڅیدا د مشکل پرضد مظاهرې شوی دی .

برلین درست جرمنی ته د زیړو جیکټود غورځنګ له پراختیا سخته ویره لری .

دمشق د عربو د مرتجع هیوادونو د شرط په غبرګون کی وویل عربی اتحادیې ته د ورستنیدا لپاره چا ته کلنګ نه ورکوو .

وینزویلا د امریکا له پوځی حملې سره د مقابلې لپاره تیارسی شوی ده .

د لبنان حزب ا.... وایی که اسراییل جنګ غواړی نو مونږه بشپړه تیار یو .

 

اطلاعات

د ایران خارجه وزیر ظریف وایی د مالی مبادلاتو لپاره د اروپا په تمه نه پاتی کیږو . نوموړی ورځپاڼۍ په دې هکله په یوه راپور کی زیاته کړی  ده  د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې ایران د مالي راکړو ورکړو لپاره د اروپا په تمه نه پاتې کیږي، ټینګار وکړ چې په دې پړاؤ کښې د ایران او اروپا ترمینځ له سوداګري تبادلو د ملاتړ د لارې چارې برابرول یو ازمیښت دی او باید وګورو چې اروپائیان څومره جدي دي.

محمد جواد ظریف د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن په غونډه کښې له ګډون وروسته خبریالانو ته وویل: له ایران سره د سوداګري تبادلاتو او د یوې مالي لارې چارې د جوړولو لپاره د اروپائیانو اقدام ناوخته و او باید ډیر زر ترسره شوی وی چې د امریکا د دباؤنو په وجه دومره وځنډیده.

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې اروپایان باید خپل وعده کړي اقدامات زر پیل کړي، زیاته کړه: ایران د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی خو اروپائیانو پرې عمل نه دی کړی او له دې موافقې د امریکې د وتنې تاوان یې هم نه دی جبیره کړی.

ښاغلي ظریف څرګنده کړه: له سوداګري مبادلاتو د ملاتړ لاره چاره (اینسټکس) له ایرانه زیات د اروپائیانو لپاره مهم دی څو دنیا ته وښئي چې خپلواکي لري او خپلې ګټې تعقیبولی شي.

د ایران د ارتباطاتو وزیر ویلی دی د دوستۍ سپوږمکۍ به ډیره ژر ولیږل شی .

د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې یو فلسطینی ځوان شهید شو .

 

د ترکیې ولسمشر د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې غوښتونکی شو .

 

 همدلی

له عراقه د ایران د کنټرولولو په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ خبرې د بغداد له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی .

 

طالبان  په ماسکو کې د افغان ډلو په غونډه کی ګډون کوی ، خو د کابل حکومت وایی چی د ماسکو غونډه خیانت ده.

 

د ایران دفاع وزیر وویل: د ایران د دفاعي توان د لوړاوي لپاره له هیڅ هیواد او قدرته ویره نه لرو .

تل ابیب د غزې په پوله کښې د دیوال د یوې بلې برخې کار پیل کړ ، د صهیونیسټي رژيم پوځ وویل چې دغه رژیم د غزې تړانګې په اطرافو کښې په ماډرن ټیکنالوجیو د سنبال کنکریټي دیوال وهل پيل کړي دي.

 

د عراق د پارلیمان مرستیال مشر په عراق کښې د امریکايي پوځیانو د پاتې کیدو په هکله د امریکا د ولسمشر څرګندونې وغندلې او د هغوي د زر تر زره وتلو په ضرورت یې ټینګار وکړ .