ايران، هند او پاکستان صبر او زغم ته راوبلل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80602-ايران_هند_او_پاکستان_صبر_او_زغم_ته_راوبلل
د ايران د خارجه وزارت وياند هند او پاکستان دواړه هېوادونه صبر، زغم او له صلح ايزو لارو د تاوتريخوالي کمولو لپاره هلو ځلوته راوبلل.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 27, 2019 01:26 Asia/Kabul
  • ايران، هند او پاکستان صبر او زغم ته راوبلل

د ايران د خارجه وزارت وياند هند او پاکستان دواړه هېوادونه صبر، زغم او له صلح ايزو لارو د تاوتريخوالي کمولو لپاره هلو ځلوته راوبلل.

د خارجه وزارت د رسانه اي ډېپلومېسۍ د عمومي ادارې د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزارت وياند بهرام  قاسمي د هند او پاکستان په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي د راڅرګندېدو په باره کښې د خپرو شويو خبرونو په ردعمل کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت هند او پاکستان صبر او زغم، تاوتريخوالي کمولو او د خبرو اترو له لارې ترخپلو مېنځو اختلافاتو او مشکلاتو د صلح ايز هواري لپاره لا زياتو هلو ځلو ته رابولي.

بهرام قاسمي زياته کړه، ايران د ترهه ګرۍ د يو قرباني هېواد په توګه باوري دے چې له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب سره د مبارزې يوازېنۍ لار د نړۍ د ټولو هېوادونو لخوا بې له تبعيضه هر اړخيزه ملګرتيا ده.

د هند رسنيو د دغه هېواد د چارواکو په نقل سره ادعا وکړه چې د پاکستان په خاوره کښې د وسله والو په اډو باندې د هند د هوائي ځواک د جنګي الوتکو په پرونۍ حمله کښې په لسګونو وسله وال ځواکونه ووژل شول.

د پاکستان د حکومت لوړ رتبه چارواکواو د سياسي ګوندونو مشرانو د پاکستان په خاروه د هند د فوځي تيري په غندلو سره وويل، د دغه هېواد فوځيان د هر ډول بهرني تيري او حملې ته ځواب ورکولو ته چمتو دي.