د ایران د کب د ۱۳ نیټې ځینې مطبوعات
قاهره ، دوحه او انکارا د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه وکړه .
جوان
د روسیې ولسمشر پوتین د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو ته وویل ایران په سوریه کی پاتې کیږی ، مونږه هم پاتی کیږو .
امریکا په عراق کی ۱۰۰۰ داعشیان روزی .
ماسکو وایی اجازه نه ورکوو چی امریکا په وینزویلا کی پوځی مداخله وکړی .
د امریکا وتلی سناتور برنی سینډرز د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره خپل کمپاین پیل کړ .
محمود عباس له بشار اسد سره د کتنې لپاره راتلونکی اونۍ دمشق ته ورځی .
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند وویل: اروپايي حکومتونه او د هغوي امنیتي ادارې خامخا ښه پوهیږي چې کوم امنیت چې نن سبا په اروپا کښې موجود دی، له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران د هلوځلو له برکته دی.
اطلاعات
جرمنی د لبنان د حزب ا... په ترهه ګر بللو کې امریکا ته نه وویل .
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایی اوه ټریلیون ډالره مو ولګول اوس باید په مړه اشاره مینځنی ختیځ ته ورشو .
بغداد وایی هیڅکله د ایران پرضد د امریکا د دباونو برخه نه کیږو .
قاهره ، دوحه او انکارا د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه وکړه .
د افغانستان د سولې لوړا شورا وایی امریکا له طالبانو سره د خبرو اترو د دوام لپاره اوربند وار مخکې شرط کیږدوی . دافغانستان د سولې دعالی شورا یوه غړی ، محمداسماعیل قاسمیار وئیلی ،ترڅو چې طالبان دکابل له حکومت سره اوور بند اعلان نه کړی، نو زلمی خلیل زاد باید له دغې ډلې سره دخبرواترو له دوامه ډډه وکړی .
په عین حال کې ، د طالبانو یوه پخوانی مسئول مقام سید اکبر آغا هم وئیلی دی ، دواړه لوری باید داوور بند اعلان وکړی څو دمشکلاتو دزیاتیدا مخه ونیول شی .
هغه همداراز پر امریکا هم غږ کړی ، دافغانستان دهستوګنو سیمو په ضد دې خپلې هوائی حملې ودروی .
افغانستان له فلسطين څخه خپل ملاتړ اعلان کړ
قطر وایی امارتو لپاره هیڅ ارزښت ته قایل نه یو .
جمهوری اسلامی
ایران او سویټرزلینډ د کرهڼې د ملګرتیا سند لاسلیک کړ .
د چین رسندوی وایی امریکا دنیا له خطر سره مخامخ کړی ده .
ماسکو وایی امریکا ته په وینزویلا کی د پوخی لاس وهنې اجازت نه ورکوو .
د ایران د ملی امنیت د لوړی شورا سیکرټر شمخانی وایی د امریکا سیاست مخ په ځوړتیا دې .ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکلی دی د ایران داسلامی جمهوریت دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی په تهران کې دسپیڅلی دفاع دشفاهی تاریخ په ملی سیمنار کې پخپلې وینا کې جوته کړې،که څه هم امریکا،لویدیځ او د سیمې مرتجعو هیوادونو ترهه ګر او تالی څټی عناصر په خدمت ګمارلی ، څو د اسلامی مقاومت جرړې وچې کړی،خو د مقاومت ځوانانو ،دسورئې پوځ ، د عراق الحشد الشعبی او د یمن انصار ا... او دحرم مدافعانو وښودله چې دامریکا خودساخته قدرت په آسانۍ سره د دړې وړې کیدا جوګه دی .
دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی په سیمې کې دتکفیری ترهه ګرۍ ماتې ته په اشارې سره روښانه کړې ، داسلامی نړۍ تر ټولو مهم او پیچلی ګواښ چې په اسلامی ټاټوبو د تکفیری ترهه ګرو واکمنول وو، د اسلامی مقاومت په فرهنګ کې د روزل شوو ځوانانو په قربانۍ اوسرښیندنې سره ئې ماته خوړلې ده .
هغه زیاته کړې ، نن سبا له هغو ډیروزیاتو لګښتونو سره سره ، چې په نیواکی ټاټوبو کې دامنیت درامینځةکول لپاره کیږی،داسرائیلو دپولو د امنیت دتامینولو لپاره دامریکا او دسیمې د مرتجعو هیوادونو سټراټژۍ بندون ته رسیدلی او دقدست نیواکګر رژیم پخپلو پولو کې حتی دخپلو پولو دننه لازیات ګواښ احساس کوی . .
د ایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی،له ملګروملتو څخه بهر دایرانی ضد ائیتلاف جوړونې لپاره د وارسا دغونډې د ماتې او دسیمې په عربو هیوادونو کې دداخلی اختلافاتو دپراختیا ترڅنګ دایرانی ضد ائیتلاف په رامینځةکولو کې دامریکا د حکومت ناکامۍ او دغه راز نوره ورته په لسګونو موضوعګانې یاد کړې،چې ښئ د امریکا او دهغې دمتحدانو په انتظار کې دناکامۍ او ماتو پرته بله لاره او پایله نه لری .
امریکایی مجله فارن پالیسی لیکی چی عربستان د ایټمی ټیکنالوجي د درلودلو لپاره د باور وړ ندې .
د صهیونیسټي رژیم د پوځ جنګي الوتکو یوځل بیا په غزې تړانګې بمباري کړی ده .
د یمن دانقلاب د لوړې کمیټې مشر محمدعلی الحوثی پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ، د یمن په الحدیده کې پر اووربند دڅارونکی کمیټې دمشر پر کاروان حمله ، دسولې د ټینګیدا په بهیر کې د کارړنګونې او په الحدیده کې دجنګ د بیا زیاتولو لپاره د سعودی تیریګر ائیتلاف ددسیسې یوه برخه ده .